کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹): په کابل کې د سعودي عربستان سفیر د مشرانو جرګې رییس ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې په افغانستان کې د ۱۰۰ ښوونځيو جوړولو لپاره بودجه منظوره کړې ده.
له مشرانو جرګې د چنګاښ په ۱۵مه پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي عربستان سفیر جسیم محمد الخالدي نن د مشرانو جرګې له مشر فضل الهادي مسلمیار سره ولیدل او د علاقې وړ موضوعاتو ګانو باندې یې ورسره خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، د مشرانو جرګې ریيس په دې کتنه کې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د سعودي عربستان له پخوانیو مرستو د مننې کولو ترڅنګ وویل، دواړو اسلامي هېوادونو ته اړینه ده چې د سیاسي او ټولنیزو نېکو مناسباتو په چوکاټ کې عمل وکړي.
مسلمیار هیله څرګنده کړه، کوم هوکړه لیکونه چې د دواړو ملګرو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي، په ښه توګه پلي شي او د ګټو له مخې یې له افغان لوري سره مرستې لا زیاتې شي.
د مشرانو جرګې رییس د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې د سعودي عربستان رول ګټور وباله او په دې برخه کې یې د یاد هېواد د چارواکو د همکارۍ پر پياوړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل: ((د افغانستان د روانې جګړې د حرام او ناروا ګڼلو په اړه په مکه مکرمه کې د اسلامي نړۍ د علماوو د ناستې اعلامیه او د حرمینو شریفینو د امامانو فتوا د ستایلو وړ دي او باید له تاوتریخوالي د خوندي افغانستان له پاره ټولې هڅې په منسجم ډول مثبتو پایلو ته ورسېږي))
هغه زیاته کړه، دا چې په افغانستان کې د فرضي حج مینه وال زیات دي، نو غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان د حج ونډه راتلونکو کلونو کې ۳۵زره تنو ته لوړه شي او هم دې د سعودي عربستان له لوري د ټولګټو تاسیساتو او جوماتونه جوړول ډېر شي.
مسلمیار د پارلماني اړیکو پراخوالې او ټینګښت او د پلاوو تګ راتګ د دواړو لورو په ګټه وګاڼه او چمتووالی یې وښود چې مشرانو جرګه د سعودي عربستان د پارلمان د ریيس کوربه توب ته علاقمندي لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، د عربستان سفیر جسیم محمد الخادي وویل، د سعودي عربستان پاچا په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې همکاریو ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې د افغانستان لپاره د سلو ښوونځيو جوړولو لپاره بودجه منظور کړې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن