ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په میدان ښار کې کوچیانو لاریون وکړ

په میدان ښار کې کوچیانو لاریون وکړ

author avatar
5 Jul 2020 - 16:17
په میدان ښار کې کوچیانو لاریون وکړ
author avatar
5 Jul 2020 - 16:17

میدانښار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹): د میدان وردګو په مرکز ميدانښار کې لسګونه کوچیانو له حکومته د قانون پلي کول او د غاصبينو د مجازات غوښتنه کوله، ويل يې چې کوچیان او هزاره ګان وروڼه دي خو ځينې کړۍ په دې نوم غواړي خپل شوم اهداف پلي کړي.

لاریون کوونکې چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېده، د چنګاښ په ۱۵مه د میدان ښار پر واټونو وګرځېدل، د "څرځايونه زموږ ملکيتونه دي، چا ته يې نه پرېږدو، کوچي څرځايونه ملي شتمنۍ ده، موږ د ملي شتمنۍ غصب نه منو، موږ د غاصبينو مجازات غواړو او هر افغان حق لري د هېواد ګوټ ګوټ ته سفر وکړي" شعارونه ورکول او د خپلو حقونو غوښتنه یې کوله.

د ملاخېلو یوه سرخېل ملک شالو وویل، د دوی څرځایونه ایلبندونه غصب شوي او له خپلو ورشوګانو هم منع کړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې له یوې دسیسې مخکې هڅه کېږي چې د دوی مالونه له منځه یووړل شي او د هېواد دا عایداتي سرچینه په ټپه ودرېږي.

ملک شالو وايي چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په دایمیرداد او بهسودو ولسوالیو کې دا ستونزه روانه ده، جګړې شوې، خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، مالونه یې تلف شوي، خو حکومت دا ستونزه نه شي هوارولی.

د هغه په وینا، هلته د علیپور په نوم یو سیمه ییز غیر مسوول وسله وال پر دوی ظلمونه کوي، کوچیان يې وژلي، ځمکې او څرځایونه یې ورته غصب کړي، خو ولسمشر غني د رایو لپاره له علیپور سره معامله وکړه.

د ابرهیم خېلو یوه سرخېل ملک عالم وویل چې په بهسودو او دایمیردادو کې دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې خپلو سیمو ته ولاړ شي.

د هغه په وینا، تېر کال هم د علیپور کسانو پر دوی بریدونه وړکړل، لس کورونه یې وسوځول او سلګونه مالونه یې ترې یوړل.

دی وایي، اوس هم سیمه کې ستونزې شته، په بهسودو کې جګړه روانه  ده چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان او مالونه یې ترې وړي دي.

ده زیاته کړه: ((تر ولسمشره ، وزیرانو او وکیلانو مو غږ رسولی دی، خو هیچا مو غږ نه دی اورېدلی موږ خپل حق غواړو.))

د  میدان وردګو د کوچیانو امر محمد همایون عزیزي پژواک ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د نامسوولو وسله والو له لوري د کوچیانو مخه نیول کېږي او اصلي مېنو ته د دوی د تګ مخنیوی کېږي.

دی زياتوي: "نن زموږ د قوم د مشرانو له لوري سوله ییز لاریون ترسره شو چې موخه یې له مسوولو کسانو د حقه حقوقو غوښتنه ده."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.