ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٧٩ کسان پر کرونا اخته او ٣٨ نور مړه شوي دي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٧٩ کسان پر کرونا اخته او ٣٨ نور مړه شوي دي

author avatar
5 Jul 2020 - 12:38
تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٧٩ کسان پر کرونا اخته او ٣٨ نور مړه شوي دي
author avatar
5 Jul 2020 - 12:38

کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٧٩ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۲۹۵۱ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په ١٥ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٩٢ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٢٧٩ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۲۹۵۱ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شويو پېښو کې ٨٠ په باميان، ٤٣ په خوست، ٣٣ په بدخشان، ٢٤ په کابل، ١٧ په هرات، ١٤ په تخار، ١٤ په لوګر، ١١ په کندوز، لس په پکتيا، نهه په پکتيکا، اته په کاپيسا، پنځه-پنځه په بغلان، بادغيس او فراه او يوه هم په ننګرهار ولايت کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٠٢ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ١٩٣٦٦ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٨ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٨٦٤ ته ورسېده.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

خو بل لورته خلک وايي چې پر ډاکټرانو د خلکو نه باور او دولتي روغتونونو ته د خلکو کمه مراجعه د دې لامل شوې چې د يادې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېره کمه څرګنده شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.