کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹): د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې له هر اړخیزو څېړنو وروسته به حکومت د طالبانو د پاتې بندیانو خوشي کولو په اړه نن وروستۍ پرېکړه وکړي.
د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې، باید افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان د حکومت زر بندیان خوشي کړي.
تر اوسه پورې د افغانستان حکومت د طالبانو شاوخوا څلور زره بندیان خوشي کړي، طالبان وایي چې نږدې اووه سوه حکومتي بندیان یې خوشي کړي، خو حکومت دغه شمېره کمه ښیي او وایي چې ملکي وګړي هم په کې شامل دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې حکومت به له هر اړخیزو څېړنو وروسته د طالبانو د پاتې بندیانو په اړه نن وروستۍ پرېکړه وکړي.
هغه نن (د چنګاښ ۱۵مه) په ټویټر کې لیکلي، حکومت د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته ژمن دی، خو زیاتوي چې د طالبانو له خوا د ټولو امنیتي سرتېرو ازادول هم ورته لومړیتوب لري.
د نوموړي په وینا، د طالبانو له زندانونو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ازادول د بندیانو د تبادلې بهیر د یو عمده اصل په توګه مهم دي.
هغه زیاته کړې: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په هېواد کې د جنګ پای ته رسېدو او د سولې او ثبات د تامین لپاره له ځنډ پرته د سولې مذاکراتو پیل ته ژمن دی خو له طالبانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو اسيرانو ازادول د دولت او ملت لپاره د زندانیانو د تبادلې پروسې د ډېر عمده اصل په توګه مهم دي. "
ولسمشر غني تېره اوونۍ د (چنګاښ ۱۱مه) له ملي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي وو چې تر راتلونکې یکشنبې پورې به د بندیانو خوشي کولو طرحه بشپړه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن