ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې سل بستریز روغتون جوړېږي

میدان وردګو کې سل بستریز روغتون جوړېږي

author avatar
5 Jul 2020 - 16:46
میدان وردګو کې سل بستریز روغتون جوړېږي
author avatar
5 Jul 2020 - 16:46

کابل (پژواک، ۱۵چنګاښ ۹۹): د ميدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د ۶۵ ميليون افغانيو په لګښت په دوو میاشتو کې سل بستریز روغتون جوړېږي.

د دغه روغتون د بنسټ ډبره نن کېښودل شوه.

د ميدان وردګو د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد سالم اصغرخېل  پژواک ته وويل چې دغه روغتون پر اووه نیم جریبه ځمکه جوړېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د روغتون ودانۍ به یو پوړیزه وي او پر اړینو طبي وسایلو به هم سمبال شي.

دی وایي، د دې پروژې ۶۵ ميليونه افغانۍ لګښت یې د ولسمشرۍ ماڼۍ اړوند د ملي پراختیا شرکت ورکوي.

اصغرخېل وویل چې په دغه روغتون کې به پر کرونا ویروس د اخته کسانو پر تشخیص او درمنلې سربېره د نورو ناروغانو درملنه هم کېږي.

ده زیاته کړه چې دغه روغتیایي مرکز به په دوو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغه ولایت والي مظفرالدین یمین د یاد روغتون د ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال له ولسمشر او عامې روغتیا وزارته مننه وکړه، وې ویل چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به د کرونا پر وړاندې مبارزه نوره هم پیاوړې شي

د ميدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې ۸۴ روغتونونه او کلينيکونه فعالیت کوي چې پنځه يې روغتونونه او پاتې يې لوی او واړه کلينيکونه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.