ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ماین شنډولو پر مهال چاودنې د ملي اردو یو سرتېری وژلی

ننګرهار کې د ماین شنډولو پر مهال چاودنې د ملي اردو یو سرتېری وژلی

author avatar
5 Jul 2020 - 17:03
ننګرهار کې د ماین شنډولو پر مهال چاودنې د ملي اردو یو سرتېری وژلی
author avatar
5 Jul 2020 - 17:03

جلال اباد (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ماين شنډولو پر مهال د چاودنې له امله د ملي اردو يوه انجنیر سرتېري ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۵مه پژواک ته وويل، نن له غرمې وروسته د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سيمه کې د ملي اردو د انجنيرۍ پر ډلې د ماين چاودنه شوې ده.

دی زياتوي، د اردو سرتېرو ماين موندلی و، غوښتل یې شنډ یې کړي چې چاودنه یې پرې کړې او يو سرتېری په کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې وسله وال طالبان فعاليت کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.