د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشرغني: د اړتیا پرمهال د بهر مېشتو افغانانو له تجربو استفاده کوو

ولسمشرغني: د اړتیا پرمهال د بهر مېشتو افغانانو له تجربو استفاده کوو

Jul 05, 2020 - 21:27

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹) : ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې ولسمشر اشرف غني بهر مېشتو مسلکي افغانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

له ارګ څخه د چنګاښ په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن مازیګر  په بهر کې مېشتو افغانانو سره چې په بېلابېلو مسلکونو کې تخصص او تجربې لري، د افغانستان د اقتصادي او اجتماعي وضعیت او راتلونکې ودې په اړه، د ویډیو کنفرانس له لارې هر اړخیز  بحث وکړ.

سرچینې زیاته کړې، د یاد ویډیو کنفرانس له لارې بهرمېشتو مسلکي افغانانو هم په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه او نظریات ولسمشر سره شریک او زیاته یې کړه، دوی حاضر دي چې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې د افغانستان د راتلونکې ودې په موخه له افغان حکومت سره شریکې کړي.

ولسمشر غني له هېواد سره د دوی له مینې او ژمنتیا څخه په مننې وویل، د اړتیا پرمهال به د دوی هر یوه علمي تخصص او تجربو څخه موثره استفاده وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan