د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په میدان ښار کې کوچیانو لاریون وکړ

په میدان ښار کې کوچیانو لاریون وکړ

Jul 05, 2020 - 16:17

میدانښار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹): د میدان وردګو په مرکز ميدانښار کې لسګونه کوچیانو له حکومته د قانون پلي کول او د غاصبينو د مجازات غوښتنه کوله، ويل يې چې کوچیان او هزاره ګان وروڼه دي خو ځينې کړۍ په دې نوم غواړي خپل شوم اهداف پلي کړي.

لاریون کوونکې چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېده، د چنګاښ په ۱۵مه د میدان ښار پر واټونو وګرځېدل، د "څرځايونه زموږ ملکيتونه دي، چا ته يې نه پرېږدو، کوچي څرځايونه ملي شتمنۍ ده، موږ د ملي شتمنۍ غصب نه منو، موږ د غاصبينو مجازات غواړو او هر افغان حق لري د هېواد ګوټ ګوټ ته سفر وکړي" شعارونه ورکول او د خپلو حقونو غوښتنه یې کوله.

د ملاخېلو یوه سرخېل ملک شالو وویل، د دوی څرځایونه ایلبندونه غصب شوي او له خپلو ورشوګانو هم منع کړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې له یوې دسیسې مخکې هڅه کېږي چې د دوی مالونه له منځه یووړل شي او د هېواد دا عایداتي سرچینه په ټپه ودرېږي.

ملک شالو وايي چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په دایمیرداد او بهسودو ولسوالیو کې دا ستونزه روانه ده، جګړې شوې، خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، مالونه یې تلف شوي، خو حکومت دا ستونزه نه شي هوارولی.

د هغه په وینا، هلته د علیپور په نوم یو سیمه ییز غیر مسوول وسله وال پر دوی ظلمونه کوي، کوچیان يې وژلي، ځمکې او څرځایونه یې ورته غصب کړي، خو ولسمشر غني د رایو لپاره له علیپور سره معامله وکړه.

د ابرهیم خېلو یوه سرخېل ملک عالم وویل چې په بهسودو او دایمیردادو کې دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې خپلو سیمو ته ولاړ شي.

د هغه په وینا، تېر کال هم د علیپور کسانو پر دوی بریدونه وړکړل، لس کورونه یې وسوځول او سلګونه مالونه یې ترې یوړل.

دی وایي، اوس هم سیمه کې ستونزې شته، په بهسودو کې جګړه روانه  ده چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان او مالونه یې ترې وړي دي.

ده زیاته کړه: ((تر ولسمشره ، وزیرانو او وکیلانو مو غږ رسولی دی، خو هیچا مو غږ نه دی اورېدلی موږ خپل حق غواړو.))

د  میدان وردګو د کوچیانو امر محمد همایون عزیزي پژواک ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د نامسوولو وسله والو له لوري د کوچیانو مخه نیول کېږي او اصلي مېنو ته د دوی د تګ مخنیوی کېږي.

دی زياتوي: "نن زموږ د قوم د مشرانو له لوري سوله ییز لاریون ترسره شو چې موخه یې له مسوولو کسانو د حقه حقوقو غوښتنه ده."

عزیزي وويل، په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی سید حسین ناصري او په ولسي جرګه کې د میدان وردکو ولایت استازی مهدي راسخ چې د ټولو مشري علیپور کوي، د کوچي قوم په مرګ پسې یې را اخیستې او د له منځه وړو هڅه یې کوي.

د ده په وينا، علیپور له کوچیانو پرته د یو شمېر نورو شرکتونو انجنيران له ځان سره بندیان کړي او پیسې ترې غواړي.

دی زياتوي، که چېرې حکومت د دغه نامسوول وسله وال مخه ونه نیسي او عدالت پلی نه کړي، دوی به خپلو سوله ييزه لاريونونو او مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

د لاريون په پای کې کوچیان د یو پرېکړه لیک په ویلو سره د لاندې مادو غوښتونکي شول:

 له حکومت څخه د قانون پلي کول، د کوچیانو څرځایونه له غاصبینو څخه ژغورل، د غاصبو مجرمینو مجازات، کوچیانو ته په صحي، تعلیمي او نورو برخو کې پاملرنه، په دولتي ادارو کې د کوچيانو کدرونو ته ځای ورکول او د متوازن انکشاف له مخې زموږ څرځایونو ته وده او د دوی ستونزو ته رسېدنه په پرېکړه ليک کې له شته غوښتنو څخه وو.

دوی ګواښ کړی، که چېرې دولت د کوچیانو پورتنیو غوښتنو ته په خپل وخت رسېدنه ونه کړي، په راتلونکي کې به دې ته ورته په نورو لاریونونو باندی لاس پورې کړي.

د ميدان وردګو د والي وياند محب الله شريفزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن کوچيانو سوله ييز لاريون کړی او د دوی غوښتنليک  یې اخیستی دی او د لا غور او څېړنې په موخه به مرکز ته واستول شي.

هغه زياته کړه، سږ کال د کوچيان او هزاره ګانو تر منځ کومه نښته نه ده شوې، خو څو ورځې وړاندې په دې تړاو د ولسي جرګې درې کسيزه پلاوی ميدان وردګ ته راغلي وو، له دواړو غاړو سره يې وکتل او تمه ده چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan