د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ګردېز کې د ورزشي جمنازيوم د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي

ګردېز کې د ورزشي جمنازيوم د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي

Jul 05, 2020 - 12:06

ګردېز (پژواک، ١٥ چنګاښ ۹۹): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې له تېر شاوخوا يو کال راهيسې د ورزشي جمنازيم جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي.

د دغه جمنازيوم چارې د ۱۳۹۸ کال د غويي مياشتې په ۲۵ نېټه پيل او ولايتي چارواکو يې په درې مياشتو کې د بشپړېدو ژمنه کړې وه.

ورزشکاران د ياد ورزشي ځای پر نه جوړېدو کلکه نيوکه کوي او وايي چې حکومت تر دې دمه ورته هيڅ اسانتيا نه ده برابره کړې.

د سوېل ختيځ زون د بدن غړو ښکلا او فټنس فدراسيون مشر شريف منګل چارواکي په دروغجنو ژمنو او ولس تېر ايستلو تورنوي او وايي چې له دې سربېره د ځينو نورو پروژو چارې هم نيمګړې پاتې دي.

منګل پژواک ته وويل: ((يو دا نه، بلکې له پکتيا سره ټولې پروژې همداسې نيمګړې پاتې دي.))

د اتحاد فوټبال ټيم غړی نور احمد حيران وايي چې پکتيا کې لوبغاړي او ورزشکاران د اسانتياوو له سخت کمي سره مخ دي او د ژمي په سوړ موسم کې د مناسب ځای نشتوالي له امله لوبې او تمرينات نه شي کولای.

حيران زياته کړه: ((په ژمي کې دلته واورې کيږي، ورزشکاران او فوټبالران داسې ځای نه لري، چې هلته لوبې او تمرينات وکړي. په دې جمنازيوم کې د فوټسال لپاره هم ځای شته، زموږ جدي غوښتنه دا ده چې ژر يې کارونه تر سره شي.))

د کيوکېشن کان کراټې نړيوال لوبڅار محمدالله صابري په نړيوالو معيارونو د جمنازيوم پر جوړېدو ټينګار کوي او وايي چې د المپیک ملي او نړيوال بنسټونه دې د دغه ولايت ورزشکارانو ته پام وکړي.

صابري پژواک ته وويل: ((د دغه جمنازيوم کار معياري نه دى او دا جدي مسئله ده. د وخت له والي سره مې ژمنه کړې چې لومړنی کس به زه يم چې په دې جمنازيم کې به د نړيوالو لوبو کوربه توب کوم.))

د پکتيا ولايت د بدني روزنې رياست هم د جمنازيوم د چارو ځنډ مني او وايي چې له دې امله دوی هم له ستونزو او نيوکو سره مخ دي.

د يادې ادارې رئيس ګل کريم سحر وايي چې ياد جمنازيوم په کانکريټي ډول جوړېدل منظور شوي و، خو اوس يې په فلزي ډول د جوړولو لپاره د نقشې تعديل ته د انتظار له امله چارې په ټپه ولاړې دي.

نوموړی وايي: ((موږ بار، بار ټولو ادارو سره دا ستونزه او اواز شريک کړی دی. د خلکو انتقادونه ټول پر ځای دي، په درې مياشتو کې د دې جمنازيوم جوړېدو وعده شوې وه، چې شاوخوا ۴۰۰۰ ورزشکاران به په کې ځاييږي. پکتيا کې ورزشکاران ورته ځای نه لري او دا يې لويه هيله وه.))

ده وويل چې دغه موضوع يې کابل کې له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې او هغوی يې د حل ژمنه کړې ده.

د يادونې ده چې د پکتيا له المپيک آمريت سره په بېلابېلو ورزشي برخو کې تر دې دمه شاوخوا ۵۰ زره رسمي ورزشکاران او لسګونه ورزشي کلپونه ثبت شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan