ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه پولیس د خپل قوماندان په ګډون درې نور پولیس وژلي دي

یوه پولیس د خپل قوماندان په ګډون درې نور پولیس وژلي دي

author avatar
5 Jul 2020 - 20:37
یوه پولیس د خپل قوماندان په ګډون درې نور پولیس وژلي دي
author avatar
5 Jul 2020 - 20:37

کلات (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹) : امنیتي سرچینې وایي چې په زابل ولایت کې د یوې پوستې یوه پولیس د خپل قوماندان په ګډون درې نور پولیس وژلي دي.

ددې ولایت یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، د چنګاښ په ۱۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه نن د شهر صفا ولسوالۍ اړونده د سنګر مانده په سیمه کې رامنځته شوې ده.

یادې سرچینې زیاته کړې، د دغې سیمې د پوستې دوو پولیسو د  نور احمد په نامه د پوستې د قوماندان په ګډون درې نور پولیس وژلي او خپله له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

سرچینې وویل چې د وژل شویو پولیسو جسدونه د ولسوالۍ کلینیک ته راوړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.