کلات (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹) : امنیتي سرچینې وایي چې په زابل ولایت کې د یوې پوستې یوه پولیس د خپل قوماندان په ګډون درې نور پولیس وژلي دي.
ددې ولایت یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، د چنګاښ په ۱۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه نن د شهر صفا ولسوالۍ اړونده د سنګر مانده په سیمه کې رامنځته شوې ده.
یادې سرچینې زیاته کړې، د دغې سیمې د پوستې دوو پولیسو د نور احمد په نامه د پوستې د قوماندان په ګډون درې نور پولیس وژلي او خپله له طالبانو سره یو ځای شوی دی.
سرچینې وویل چې د وژل شویو پولیسو جسدونه د ولسوالۍ کلینیک ته راوړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن