ګردېز (پژواک، ١٥ چنګاښ ۹۹): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې له تېر شاوخوا يو کال راهيسې د ورزشي جمنازيم جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي.
د دغه جمنازيوم چارې د ۱۳۹۸ کال د غويي مياشتې په ۲۵ نېټه پيل او ولايتي چارواکو يې په درې مياشتو کې د بشپړېدو ژمنه کړې وه.
ورزشکاران د ياد ورزشي ځای پر نه جوړېدو کلکه نيوکه کوي او وايي چې حکومت تر دې دمه ورته هيڅ اسانتيا نه ده برابره کړې.
د سوېل ختيځ زون د بدن غړو ښکلا او فټنس فدراسيون مشر شريف منګل چارواکي په دروغجنو ژمنو او ولس تېر ايستلو تورنوي او وايي چې له دې سربېره د ځينو نورو پروژو چارې هم نيمګړې پاتې دي.
منګل پژواک ته وويل: ((يو دا نه، بلکې له پکتيا سره ټولې پروژې همداسې نيمګړې پاتې دي.))
د اتحاد فوټبال ټيم غړی نور احمد حيران وايي چې پکتيا کې لوبغاړي او ورزشکاران د اسانتياوو له سخت کمي سره مخ دي او د ژمي په سوړ موسم کې د مناسب ځای نشتوالي له امله لوبې او تمرينات نه شي کولای.
حيران زياته کړه: ((په ژمي کې دلته واورې کيږي، ورزشکاران او فوټبالران داسې ځای نه لري، چې هلته لوبې او تمرينات وکړي. په دې جمنازيوم کې د فوټسال لپاره هم ځای شته، زموږ جدي غوښتنه دا ده چې ژر يې کارونه تر سره شي.))
د کيوکېشن کان کراټې نړيوال لوبڅار محمدالله صابري په نړيوالو معيارونو د جمنازيوم پر جوړېدو ټينګار کوي او وايي چې د المپیک ملي او نړيوال بنسټونه دې د دغه ولايت ورزشکارانو ته پام وکړي.
صابري پژواک ته وويل: ((د دغه جمنازيوم کار معياري نه دى او دا جدي مسئله ده. د وخت له والي سره مې ژمنه کړې چې لومړنی کس به زه يم چې په دې جمنازيم کې به د نړيوالو لوبو کوربه توب کوم.))
د پکتيا ولايت د بدني روزنې رياست هم د جمنازيوم د چارو ځنډ مني او وايي چې له دې امله دوی هم له ستونزو او نيوکو سره مخ دي.
د يادې ادارې رئيس ګل کريم سحر وايي چې ياد جمنازيوم په کانکريټي ډول جوړېدل منظور شوي و، خو اوس يې په فلزي ډول د جوړولو لپاره د نقشې تعديل ته د انتظار له امله چارې په ټپه ولاړې دي.
نوموړی وايي: ((موږ بار، بار ټولو ادارو سره دا ستونزه او اواز شريک کړی دی. د خلکو انتقادونه ټول پر ځای دي، په درې مياشتو کې د دې جمنازيوم جوړېدو وعده شوې وه، چې شاوخوا ۴۰۰۰ ورزشکاران به په کې ځاييږي. پکتيا کې ورزشکاران ورته ځای نه لري او دا يې لويه هيله وه.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن