ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوېدیځې حوزې استازي: که مو حق رانه کړل شي، د تحصین خېمې دروو

د لوېدیځې حوزې استازي: که مو حق رانه کړل شي، د تحصین خېمې دروو

author avatar
6 Jul 2020 - 18:38
د لوېدیځې حوزې استازي: که مو حق رانه کړل شي، د تحصین خېمې دروو
author avatar
6 Jul 2020 - 18:38

کابل(پژواک،۱۶چنګاښ ۹۹): د هېواد د لوېدیځې حوزې استازي د نظام به بېلابېلوبرخو کې د مشارکت غوښتونکي شول او وایي چې په ملي پروسو کې د دوی سهم ته په کتو په نظام او سياسي ګډون کې د دې حوزې د خلکو ونډه کمه ده.

نن په ولسي جرګه کې د هېواد لوېدیځې حوزې(هرات، غور، بادغيس، فراه او نیمروز) خلکو یو شمېر استازو د یادې حوزې د انسجام شورا له استازو سره چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې يې د ملي شورا مخې ته تحصن خېمه وهلې، د ملي شورا په انګړ کې د يوې ګډې خبري ناستې پر مهال د نظام په بېلابېلو برخو کې د ګډون غوښتونکي شول.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي فاروق مجروح وويل چې د لوېديځې حوزې ځايګي ته په کتو په حکومت او سياسي ادارو په بېلابېلو برخو کې د دې حوزې ګډون کمرنګ دی.

دی زياتوي، له اساسي قانون سره سم چې ټول افغانان بايد په نظام کې ونډه ولري او د ټولو ولايتونو د کدرونو په ټاکلو کې بايد توازن په پام کې ونيول شي.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالنصير فراهي وويل چې د دې حوزې اوسېدونکي په داسې حال کې په نظام کې پنځه سلنه ونډه نه لري چې د هېواد د ټولو عوايدو ۵۰ سلنه له لوېديځې حوزې څخه راټولېږي او د هېواد د ټولو وګړو ۳۳ سلنه په دغې حوزه کې ژوند کوي.

هغه په نظام کې د دې حوزې ځوانانو ته د فرصت د ورکړې غوښتنه وکړه او ويې ويل:«که دغه ځل غني او عبدالله لکه څنګه چې په ټاکنيزو کمپاينونو کې ژمنه کړې وه،ژمنه پر ځای نه کړي، دغه حوزه به خپل تصميم په خپله ونيسي.»

په ولسي جرګه کې د نيمروز د خلکو استازې فريدې حميدي وويل:«حق اخيستل کېږي، ورکول کېږي نه، په ولسمشريزو ټاکنو کې دواړو ټيمونو له موږ ګټه واخيسته او اوس بايد زموږ حق راکړي، که نه موږ به خپل تصميم په خپله ونيسو.»

د لوېديځې حوزې يو شمېر نور استازي هم ورته نظرونه لري او په سياسي نظام او حکومت کې د ونډې اخيستو غوښتونکي شول.

د یادې حوزې د انسجام د رهبرۍ شورا غړي عبدالخالق چې د دې شورا د نورو غړو په استازيتوب چېپه نننۍ ناسته کې یې خبرې کولې، وويل:«څو چې د جغرافيا او وګړو په تناسب دغه حوزه په نظام کې دخيل نه شي، زموږ تحصن خېمه به ولاړه وي او د هرې ورځې په تېرېدو سره په نورو ولايتونو کې هم ودرول شي، که چېرې له دې لارې زموږ غږ وانه ورېدل شو، د خپل حق ترلاسه کولو په موخه به له نورو معقولو لارو چارو ګټه واخلو.»

د افغانستان د لوېديځې حوزې د خلکو انسجام شورا پرېکړه ليک کې چې په نننۍ ناسته کې خپور شو، راغلي:«د لوېديځې حوزې د خلکو د انسجام شورا د حکومت له مشرانو (ولسمشر او مصالحې د عالي شورا له مشر) وغوښتل چې په ټولو سکټورنو هغه که امنيتي، پراختيايي، پوهنې، لوړو زده او روغتيا او په نورو ټولو برخو کې د نظام د پايښت او ښې حکومتولۍ په موخه د دې حوزې له مسلکي کادرونو  اعظمي او موثره ګټه پورته کړي.»

دغه راز دغه شورا وايي، د دې خلکو قانوني او برحقه غوښتنو ته د نه پاملرنې په صورت کې به هر ورځ د مرکز او لوېديځې حوزې په کچه د خلکو د عدالت غوښتنې مبارزه لا پراخه شي او دا خپل مشروع حق ګڼي تر څو د خپلو حقه حقونو د ترلاسه کول, په موخه به له ټلو ټولو قانوني لارو چارو کار واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.