ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د تېر کال پرتله د غنمو او پیازو په حاصلاتو کې کموالی راغلی

لغمان کې د تېر کال پرتله د غنمو او پیازو په حاصلاتو کې کموالی راغلی

author avatar
6 Jul 2020 - 11:14
لغمان کې د تېر کال پرتله د غنمو او پیازو په حاصلاتو کې کموالی راغلی
author avatar
6 Jul 2020 - 11:14

مهترلام (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۹) : د لغمان د کرنې ریاست وایي چې د زیاتو ورښتونو، توندو بادونو او یو ډول ناروغۍ له امله د غنمو او پیازو په حاصلاتو کې کموالی راغلی دی.

د لغمان دکرنې او مالدارۍ رییس محمد جمیل خوشحال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېر کال پرتله سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې دوولس سلنه کموالی راغلی.

هغه زیاته کړه چې د ډېرو بارانونو او تېزو بادونو له امله د نورو کرنیزو محصولاتو ترڅنګ په غنمو کې د سرخک په نامه یو ډول ناروغي رامنځته شوه. خوشحال د غنمو د حاصلاتو د کموالي دوه لاملونه په ګوته کړل، یو دا چې په ډېرو ځمکو کې سبزیجات کرل شوي وو او بله چې د سرخک په نامه یوه ناروغي د غنمو پر کروندې لګېدلې وه. دی وایي، چې تېر کال د لغمان په کچه درې څلویښت زره اته سوه ټنه غنم تر لاسه شوي و، خو له بده مرغه سږ کال دا کچه دوولس سلنه کمه وه.

د کرنې رییس وایي چې له بده مرغه بارانونو او توندو بادونو هم د غنمو پر حاصلاتو ناوړه اغېزه کړې وه. خوشحال زیاته کړه چې سږ کال په لغمان کې د پیازو پر فصل بېلا بېل ډول ناروغۍ لګېدلې وې چې له امله یې حاصلات کم شوي وو.

د لغمان د مرکز اړونده مهترلام ښار د میدانیو د سیمې یو تن کروندګر فضل هادي پژواک ته وویل چې تېر کال یې له یو جریب ځمکې څخه یو نیم خروار غنم ترلاسه کړي وو، خو سږ کال یې له یادې ځمکې څخه یوازې شپیته منه غنم ترلاسه کړل.

نوموړی وایی چې د بارانونو د ډېرښت له امله یې په غنمو کې د سرخک په نوم يوډول ناروغي پیدا شوه، نو ځکه یې حاصلات کم شول. په ورته مهال د لغمان مرکز اړوند د الیشنګ د کلي اوسېدونکي اغامحمد پژواک ته وویل چې دوی تېر کال له یو جریب ځمکې څخه (۱۰۰۰) منه پیاز تر لاسه کړي وو، خو سږ کال یې له یادې ځمکې یواځې پنځه سوه منه پیاز ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، پیازو یې دوه ډوله (خاکستري او اتشک) ناروغي لرله ځکه یې په محصولاتو کې سم نیم کموالی راغلی.

د کرنې یو تن کارپوهه انجنیر صیاد امید پژواک ته وویل، د یادو ناروغیو پر وړاندې د مبارزې په موخه یو تخم باید تر دوو کلونو ډېر ونه کرل شي. نوموړي زیاته کړه, که کروندګر غواړي چې حاصلات یې ډېر شي ،نو په خپلو کرنیزو ځمکو کې دې د فصل بدل عملیه ترسره کړي. د یادونې ده چې لغمان د(۲۱۸۴۴) هکتاره کرنیزې ځمکې ترڅنګ ( ۳۲) دوه دیریش زره هکتاره للمي ځمکې درلودونکی ولایت دی.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.