ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“لوګر او هلمند کې څلور طالبان وژل شوي او څلور نور نيول شوي”

“لوګر او هلمند کې څلور طالبان وژل شوي او څلور نور نيول شوي”

author avatar
6 Jul 2020 - 18:42
“لوګر او هلمند کې څلور طالبان وژل شوي او څلور نور نيول شوي”
author avatar
6 Jul 2020 - 18:42

کابل (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې په لوګر ولايت کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او په هلمند کې څلور چريکي بريدګر نيول شوي دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د لوګر ولايت په مربوطاتو کې د کابل-ګردېز پر لويه لار د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي، په دغه جګړه کې هغه څلور طالبان وژل شوي چې دغه لويه لار يې نا امنه کړې وه او خلکو ته يې ستونزې جوړولې.

ده زياته کړه: ((په ملکي او دولتي موټرو به يې بريدونه کول، خو نن د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې څلور تنه يې وژل شوي او يو بل يې ټپي دى او جسدونه يې هم په سيمه کې پراته دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو د طالبانو يو خطرناک سرګروپ العبيده هم شامل دى چې په دغه ولايت کې يې ډېر کسان وژلي دي.

په ورته وخت کې د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمد زبير پژواک ته وويل چې د لوګر په مربوطاتو کې د کابل-ګردېز لويه لار ډېره نا امنه ده.

هغه وايي: ((ډېر وخت په پورک سيمه کې طالبان ولاړ وي، خلک له موټرو ښکته کوي او کله هم د سړک له غاړو پر دولتي موټرو ډزې کوي.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، هلمند کې څلور چريکي بريدګر نيول شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند محمد زمان همدرد پژواک ته وويل چې پوليسو د نادعلي ولسوالۍ په لوى باغ سيمه کې څلور چريکي بريدګر نيولي دي.

ده زياته کړه:((يادو بريدګرو غوښتل چې په نادعلي ولسوالۍ کې پر دولتي کسانو تروريستي بريدونه ترسره کړي چې د پوليسو له خوا له يو ميل تومانچې او يو عراده موټرسايکل سره لاس په لاس نيول شوي دي.))

د نوموړي په وينا، له دغو کسانو اوس مهال پوليسو څېړنې پیل کړې دي چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.