ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د یوشمېر پروژو چارې پیل شوې

په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د یوشمېر پروژو چارې پیل شوې

author avatar
6 Jul 2020 - 16:36
په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د یوشمېر پروژو چارې پیل شوې
author avatar
6 Jul 2020 - 16:36

جلال اباد ، پل علم (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۹) : په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د بیارغونې د ګڼ شمېر پروژو چارې پیل شوې چې ورسره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د چنګاښ په ۱۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې د ولایت مرکز جلال اباد ښار درېيمې ناحيې اړوند څلورم ګذر کې د ښاروالۍ په چوکاټ کې د ولسي تړون ملي پروګرام په شل ميليونه او ۸۸ زره افغانيو مالي لګښت د سړکونو، ویالو او سولري برېښنا جوړولو چارې پيل شوې.

د ولایت مرستیال تميم عارف مومند ددې پروژو د کار د پیل پر مهال  وويل، چې په دې پروژو کې دوه نيم کيلومتره سړکونه او دوه نيم کيلومتره ويالې جوړيږي او همداراز په څلور کيلومتره ويالو جالۍ اچول کيږي او ۱۱۵ پايې سولري برېښنا نصبيږي.

د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن وويل، چې د يادو چارو ترڅنګ په يوه ښوونځي کې درې درسي خونې جوړيږي، چې ټولې چارې به په نهو مياشتو کې بشپړې شي.

نوموړي وويل، چې دغه پروژې د يادې سيمې د خلکو په خوښه غوره شوي او هيله يې وښوده، چې خلک يې په ساتنه او ګټه اخیستنه کې پاملرنه او همکاري وکړي.

دغه راز د جلال اباد ښاروالۍ په چوکاټ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د نهمې ناحیې اول ګذر لپاره د ۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د برېښنا،سړک،پلچکونو،ویالو او ښوونځي تعمیر جوړولو اړوند پروژې پیل شوې چې شپږو میاشتو کې به بشپړې او ۱۱۵۰ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

ښاروال وایي، په يادو پروژو کې ١٢١٠ متره سړک، ٨٥٣ متره ويالې، د ښوونځي یو تعمير او شپږ پلچکونه په اساسي ډول جوړول شامل دي،همدا راز د برېښنا مزو غځولو په موخه یو سلو څلور د برېښنا پایې، ١٢٣٧٨ متره لین او د درې ټرانسفرمرونو نصبول هم په کې شامل دي .

د هغه په وینا، له دې پروژو څخه به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.؟

بلخوا له ولایت مقام څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ روغتیایي مرکز کې د شل زره امریکايي ډالرو په لګښت د جراحۍ بېړنۍ خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 د یو بل خبر له مخې، د لوګر ولایت مستوفیت کې د څه کم شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې ودانۍ چارې پیل شوې.

د والي ویاند دیدار لونګ وایي چې ددغې پروژې ټول ټال لګښت چې ۵۹۹۷۴۱۶ افغانۍ کیږي د افغانستان د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د هغه په وینا، د یادې پروژې چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي. دغه ودانۍ د اتو اداري خونو په درلودو سربېره د یوه مجهز مېلمستون درلودونکې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.