ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د کابل– جلال اباد پرلاره ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: د کابل– جلال اباد پرلاره ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
6 Jul 2020 - 14:58
چارواکي: د کابل– جلال اباد پرلاره ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
6 Jul 2020 - 14:58

جلال اباد (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۹): افغان ځواکونو د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د لغمان ولایت په مربوطاتو کې د عملیاتو پر مهال ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د لغمان ولایت د ملي امنیت رئیس برید جنرال غلام حیدر رحمان زوی نن د چنګاښ په ۱۶مه، د یوه خبري کنفرانس پرمهال د وسله والو طالبانو وژل شوي جسدونه رسنیو ته ور وښودل.

هغه زیاته کړه، چې تېره شپه د کابل ــ جلال اباد پر لویه لاره سرکونډو بابا سیمه کې د ملي امنیت دقیق راپور په اساس د ملي امنیت، ملي پولیسو، ملي اردو او د نظم عامه ځواکونو له لوري یوځای د وسله والو طالبانو یوې ۲۲ کسیزې ډلې ته کمین نیول شوی و،چې پرمهال یې د قاري روح الله د ګروپ ۱۶ تنه وژل شوي او ۶ نور یې سخت ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي، له وژل شویو وسله والو طالبانو څخه ګڼ شمېر بېلا بېلې وسلې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلې دي.

د ملي امنیت رییس زیاتوي چې د وسله والو طالبانو ترهګریزې ډلې له لوري قاري روح الله چې په دې وروستیو کې له بنده ازاد شوی، د کابل ـــ جلال اباد لویې لارې د نا امنه کولو په موخه ټاکل شوی و، هم په ټپیانو کې شامل دی.

جنرال رحمان زوی وویل چې په دې نښته کې د ملي امنیت دوه سرتطري برسېرن ټپیان شوي او له لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

بل لورته د لغمان امنیه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي او د لومړۍ پلې لوا قوماندان ډګروال بریالي اورګونوال هم په خپلو خبرو کې خلکو ته د امنیت، د وسله والو طالبانو ځپلو او نورو برخو کې هر اړخیز ډاډ ورکړ.

دوی وویل، چې وسله وال طالبان دې له جګړې لاس په سر شي که نه نو د اوس په څېر به وژل کیږي.

د یادې لویې لارې د نظم عامه د دویم کنډک قوماندان ډګرمن عبدالولي قلندر هم په خپلو خبرو کې وویل چې یاده لاره په بشپړ ډول امن ده او هغه څوک چې اندک تخریبي کړنې هم وکړي له سخت غبرګون سره به مخ کیږي.

د لغمان ولایت مقام وایي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د کابل ـــ جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې ترهګریزې کړنې کولې چې ددغو وسله والو په وژل کېدو سره به دا لاره لا ډاډمنه او ولسونه شپه ورځ په ارامه زړه تګ راتګ کولای شي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.