ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٣٩ کسان پر کرونا اخته او ٣٤ نور مړه شوي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٣٩ کسان پر کرونا اخته او ٣٤ نور مړه شوي

author avatar
6 Jul 2020 - 14:55
تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٣٩ کسان پر کرونا اخته او ٣٤ نور مړه شوي
author avatar
6 Jul 2020 - 14:55

کابل (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٣٩ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۳۱۹۰ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په ١٦ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٦٦٨ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٢٣٩ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۳۱۹۰ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٩٠ په کابل، ٥١ په غزني، ٢٣ په هرات، ١٦ په باميانو، نهه په بغلان، اته په بلخ، اووه په کندهار، شپږ په زابل، پنځه په کندوز، پنځه په لوګر، څلور په کونړ، درې-درې په پروان، پنجشېر او لغمان، دوه په سمنګان، دوه په هلمند او يوه -يوه هم په ننګرهار او تخار ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧٣٧ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۲۰۱۰۳ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٤ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٨٩٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.