د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ځیني وکیلان: په پېژندپاڼه کې دې د مور نوم ولیکل شي

ځیني وکیلان: په پېژندپاڼه کې دې د مور نوم ولیکل شي

Jul 06, 2020 - 18:30

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړو د پېژندپاڼو قانون د تعدیل پر وړاندیز د تابعیت په پېژندپاڼه کې د "مور" نوم لیکلو غوښتنه وکړه.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې مریم سما د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې په تذکرو کې د مور د نوم لیکل د مور د حق برخه ده او د اسلامي شریعت او دین خلاف کار هم نه دی.

هغې زیاته کړه: «کله چې په پېژندپاڼه کې د یوه کس د پلار او نیکه نوم لیکل کېږي، ولې د مور نوم چې د نیکه په نسبت پر اولاد ډېر حق لري، نه لیکل کېږي.»

هغې د پېژندپاڼو قانون د تعدیل غوښتونکې شوه او ویې ویل چې په ټوله نړۍ کې په تذکره کې د مور نوم لیکل کېږي او د افغانستان د تابعیت په پېژندپاڼه کې هم باید د مور نوم ذکر شي.

په دې جرګه کې د دایکنډي د خلکو استازې ریحانې ازاد هم ورته نظر درلود او ویې ویل چې اړتیا ده د مور نوم د خپل اولاد په تذکره کې ولیکل شي؛ ځکه د هغې په خبره د مور د نوم ذکر یو انساني حق دی او په ټوله نړۍ کې دغه حق میندو ته په پام کې نیول شوی دی.

هغه وایي چې د زوی یا لور په تذکره کې د مور د نوم لیکل، د مور مقام ته احترام دی او دغه جرګه یې باید په اړه پرېکړه وکړي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم وویل، دا د مور حق دی چې د زوی یا لور په پېژندپاڼه کې یې نوم ولیکل شي.

هغه د یادې جرګې د داخلي امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله څو د تذکرو قانون د تعدیل طرحه جوړه او جرګې ته یې وړاندې کړي څو په اړه یې پرېکړه وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan