کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان ، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د مرستیالانو ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د تاوتریخوالي پر کمولو او بشردوستانه اوربند باندې ټینګار وشو.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا دچنګاښ په ۱۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا درې اړخیزه غونډه نن د افغانستان په کوربه توب د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود او د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لو ژاووی برخه اخیستې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کنفرانس کې درې واړو اړخونو د کرونا پر ضد مبارزه، د افغانستان سولې پروسې او درې اړخیزو همکاریو باندې موافقه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې درې واړو اړخونو د کرونا پر ضد د همکاریو پر زیاتولو او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له کوم توپیر پرته یې پر ضد مبارزه وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې چین او پاکستان د افغانستان ددولت لخوا دبین الافغاني مذاکراتو لپاره د لارې هوارولو په موخه د بندیانو د خوشې کولو د اقدام ستاینه وکړه او د تاوتریخوالي کمولو او د بشر دوستانه اوربند کولو غوښتنه یې وکړه.
دغه راز سرچینې ویلي چې چین او پاکستان د افغانستان او افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ او د بین الافغاني مذااکراتو پر ژر پیلیدو یې ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلی چې په دې ناسته کې غوښتنه وشوه چې د افغان کډوالو موضوع باید دسولې پروسه وګرځول شي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن