ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایما: د افغان-جاپان روغتون قراردادونه وزارت کړي، رضاکار مدیریت پورې تړاو نه لري

ایما: د افغان-جاپان روغتون قراردادونه وزارت کړي، رضاکار مدیریت پورې تړاو نه لري

author avatar
7 Jul 2020 - 15:45
ایما: د افغان-جاپان روغتون قراردادونه وزارت کړي، رضاکار مدیریت پورې تړاو نه لري
author avatar
7 Jul 2020 - 15:45

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۹): د افغانستان اسلامي طبي ټولنه “ايما” چې د کابل د افغان- جاپان روغتون مدیریت ورته په موقتي ډول سپارل شوی و، د دغه روغتون د نوي مشرتابه تورونه یې رد کړي او د عامې روغتیا وزارت، له تړونه پر سرغړونې تورنوي.

دغه ټولنه وایي چې د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه یې د دغه وزارت د مقام او “ايما” ترمنځ تفاهمنامه لاسليک کړې وه، د تفاهمنامې له مخې “ايما” د نوموړي روغتون د مديريت په خاطر د درېيو مياشتو (غويی، غبرګولی او چنګاښ) تر پايه خپل مديريتي ټېم او رضاکار کدرونه وټاکل.

د تړون له مخې، له درېيو مياشتو وروسته د یاد ټېم د کار تمديد د “ايما” او د وزارت تر بيا ځلي کتبي توافق پورې مربوط شوی و او د تړون له مخې، د عامې روغتيا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د “ايما” ټېم د ۱۳۹۹ د غویي په ۶مه افغان- جاپان روغتون ته معرفي کړ او عملاً یې کار پیل کړ.

د افغانستان اسلامي طبي ټولنې “ايما” ویلي چې د دوی په هڅو د روغتون داخل بستر ناروغان له ۸ څخه ۱۴۰ ته او سراپا مريضان له ۳۰۰ څخه ۴۵۰ ته ورسېدل، پخوا چې عاجله خونه نه وه، خو د “ايما” مديريتي ټېم پر مهال یاده خونه جوړه شوه.

خو “ايما” وایي چې د عامې روغتیا وزارت له یاد تړونه سرغړونه کړې، له ټاکلې مودې یې مخکې د روغتون مدیریت بدل کړ، بلکې پر رضاکارانو یې بېځایه تورونه پورې کړې دي.

ایما ویلي: “زموږ هيله دا وه چې دغه ټول کارکوونکي او رضاکار کدرونه له وزارت سره د ترسره شوې تفاهمنامې له مخې بايد د درېيو مياشتو په ترسره کېدو سره په وياړ او تقدير رخصت شوي وای، په توره شپه نوی ټېم تللی، هغوی يې ګواښلي او د هغوی په نه شتون کې يې له تورونو ډکې ادعاوې له رسنيو سره شريکې کړې دي.”

د چنګاښ په ۱۷مه د یادې ټولنې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د تړون دغسې نقض، يو طرفه لغوه کېدل او په تسلسل يې پر رضاکاره ټولنه او کارکوونکو د تورونو او بهتانونو تړل به په هېواد کې رضاکارانه روحيه ډېره وځپي او په راتلونکي کې به هېڅ لوری له دولت سره په ملي مسايلو کې رضاکار شراکت ته زړه ښه نه کړي.

سرچینې زیاته کړې، دا چې هوکړه لیک د عامې روغتيا وزارت له لوري په نقض کېدو سره عملاً ملغا شوی دی، له همدې امله “ايما” د عامې روغتيا وزارت له مقام څخه غوښتنه کوي چې د روغتون مسوولانه تسليمۍ زمينه مساعده کړي او د روغتون د تسليمۍ رسمي پروسيجرونه تطبيق کړي.

دا چې د تسليمۍ دغسې پروسه ځنډېدلې له همدې امله “ايما” د اسنادو، مدارکو، وسايلو او تجهيزاتو د مسخ کېدو پر وړاندې هېڅ راز مسووليت نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، ايما خپل ولس او رسنيو ته ډاډ ورکوي چې دوی د مديريتي ټېم تر سرپرستۍ لاندې ټولې اداري، تدارکاتي او نورې اړوندې چارې د هېواد د نافذه قوانينو او د “ايما” او عامې روغتيا وزارت ترمنځ د هوکړه لیک له موادو سره سمې ترسره شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې اړه ټول رسمي اسناد او شواهد موجود دي، “ايما” د افغان- جاپان روغتون د نوي مديريتي ټېم له خوا په رسنيو کې وارد شوي ټول تورونه بې اساسه او له واقعيت څخه لرې بولي.

ایما ویلي چې د اړوند مسوولينو له خوا دغسې غير مناسب برخورد به له ټولو قانوني کانالونو څخه تعقيبوي او په دې اړه يې تر اوسه مسوولو جهتونو لکه ولسي جرګې، مشرانو جرګې، طبي شورا، د طبي ټولنو مجتمع، مدني ټولنو، علماوو او ځوانانو له ټولنو سره موضوع شريکه کړې او په ګډه يادې موضوع ته د حکومت د مشرتابه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د اړتيا پر مهال به ايما عدلي او قضايي مراجعو ته هم مراجعه وکړي.

ایما له رسنیو غوښتي چې پر دې ډول موضوعاتو له یو اړخیزو راپورونو خپرولو ډډه وکړي او د توازن لپاره باید د ټولو اړخونو د نظرونو له اخیستو وروسته راپورونه خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان- جاپان روغتون نوي رییس ډاکتر احمد ظاهر سلطاني ویلي چې د دغه روغتون په درملو، خوړو او اکسېجن کې په پراخه کچه فساد شوی دی.

هغه زیاته کړې، پر دندې له ګومارنې وروسته د روغتون بېلابېلې برخې یې ارزولې او په پایله کې یې موندلې چې هلته په پراخه کچه فساد شوی دی.

ده ویلي، د څېړنو پر مهال یې موندلې چې په روغتون کې د حساب ورکونې او مستند داسې اسناد نشته چې هلته د ناروغانو او لګښونو په اړه سمې شمېرې په ډاګه کړي.

دغه راز د یاد روغتون ځینو روغتیایي کارکوونکو او د ناروغانو پایوازانو هم د درملو او نورو امکاناتو له نشتوالي شکایتونه کړي دي.

خو د افغانستان اسلامي طبي ټولنه “ايما” وایي، د کرونا اړوند ټول درمل د روغتون درملتون ته اکمال شول، دغه درمل په وړيا ډول د روغتون ټولو داخل بستر مريضانو ته ورکول کېدل.

د ایما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تمه دا وه چې “ايما” به د درېيو مياشتو په تمامېدو سره په يوه عزتمن او رسمي شکل نوموړی روغتون له ټول حساب او شفافيت سره رسماً د عامې روغتيا وزارت ته وسپاري، خو داسې ونه شول، د عامې روغتيا وزارت نوي مشرتابه پرته له دې چې “ايما” په جريان کې کړي، د شپې په تياره کې يې نوی مديريتي ټېم د سرطان په ۱۱مه نوموړي روغتون ته معرفي کړ.

ایما ادعا کړې چې نوی معرفي شوی ارزوونکی له تومانچې سره روغتون ته راغی، کارکوونکي يې تهديد کړل او تر دې دمه له کارکوونکو سره بد وضعيت کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د عامې روغتيا وزير له يوې خوا د افغان- جاپان روغتون مخکني ریيس ډاکټر حکيم الله صالح ته وايي چې نوی ټېم ستاسو حمايت لپاره درغلی او تاسو روغتون ته ځئ، له بلې خوا کله چې ډاکتر حکيم الله صالح یاد روغتون ته ځي نو د روغتون نوی ارزوونکی په مخابره کې غږ کوي چې ډاکتر حکيم الله صالح شفاخانې ته مه راپرېږدئ.

ایما ویلي، د روغتون د نوي مشر له خوا د دغو ټولو درغو ادعاوو د رد لپاره يوازې دا هم بس دی چې د روغتون تدارکاتي قراردادونه د “ايما” مديريتي ټېم نه دي ترسره کړي، قراردادونه د عامې روغتيا وزارت له لارې اجرا شوي، د روغتون لپاره اکسېجن، د مريضانو او کارکوونکو خواړه، درمل او نور وسايل ټول د عامې روغتيا وزارت له لارې قرارداد او تدارک شوي او د روغتون مديريتي ټېم يې په پروسه کې برخه نه درلوده.

یادې ټولنې ویلي، کله چې د عامې روغتيا وزارت د نوي مشرتابه په راتلو سره د بېلابېلو دلايلو له امله اکسېجن کمبودي پيدا کړه، د روغتون مديريتي ټېم په ځلونو د وزارت په داخلي ګروپونو کې شکايتونه وکړل څو د اکسېجن د کمښت ستونزه حل کړي خو د وزارت نوي مشرتابه په دې برخه کې يا عاجز و او يا يې ونه غوښتل چې د اکسېجن د کمښت ستونزه حل کړي.

سرچینې زیاته کړې، د “ايما” مشرتابه اړ شو چې د اکسېجن د کمښت ستونزې د حل کولو په موخه د جمهوري رياست د چارو ادارې له رئيس سره ملاقات وکړي، له نوموړي سره په ملاقات کې هم د اکسېجن د کمبود ستونزه مطرح او د مرستې غوښتنه وشوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، روغتون ته چې هر راز مواد او وسايل راغلي، هغه ټول ميم ۷ شوي، اکسېجن هم په منظم ډول تسليم او ميم ۷ شوی او دغه ټول اسناد شته دي.

ایما ویلي، پخوا د روغتون په درملتون کې يوازې سيرومونه او د توبرکلوز درمل وه، د “ايما” مديريتي ټېم په راتلو سره هلته د کرونا مربوط درمل د وزارت له لارې ترلاسه شول. کوم تاريخ تېر درمل او ځيني وسايل چې واررسي کوونکي په رياست کې رسنيو ته وښودل، دغه درمل او وسايل د روغتون اړوند نه، بلکې د ICU يا د (عاجلو مراقبتونو د واحد) پروژې ځانګړي درمل وو چې د همدې پروژې د يوه نرس پسې قيد وو، دا درمل د هماغوی د پروژې د عدم مصرف له امله ښايي تاريخ تېر شوي وي.

یادې ټولنې ناروغانو او د روغتون پرسونل ته د درې وخته ډوډۍ قرارداد وایي چې دغه کار په خپله د عامې روغتيا وزارت له خوا د انټرکانټنينټل هوټل سره ترسره شوی، د غذا کيفيت ډېر ښکته دی او په دې برخه کې د “ايما” مديريتي ټېم د عامې روغتيا وزارت له اوسني وزير سره څو ځلې شکايت شريک کړی خو د دې پر ځای چې د عامې روغتيا وزارت مقام د غذا کيفيت لوړ کړي او پر قرارداد له سره غور وکړي، برعکس د غذا ستونزه مخکني مديريتي ټېم ته راجع کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په روغتون کې دوه وینټلاټورونه داسې وو چې يو یې بېخي خراب و او د بل کالېبرېشن خراب و، داسې چې له امله يې وينټلېټور اماده کېږي نه، له همدې امله دغه دواړه ویڼتلاټورونه د ICU پروژې په ځانګړي سټاک کې ايښودل شوي وو او پر ځای يې له سي پپ څخه ګټه اخیستل کېده.

سرچینې زیاته کړې، مخکې له دې چې د “ايما” مديريتي ټيم افغان- جاپان روغتون ته ولاړ شي، هماغه مهال نوموړي روغتون ته ۱۸۰ کارکوونکي استخدام شوي وو، خو د کرونا له وېرې ډېری کارکوونکو دندې پرېښودې، خو د “ايما” مديريتي ټېم په راتلو سره د کارکوونکو وظيفې ترک کول تر ټولو ټيټې کچې ته راښکته شو؛ ځکه دوی کارکوونکو ته مورال او انګېزه ورکړه.

د درملو او روغتیایي توکو په اړه ایما وایي چې روغتون يو عمومي سټاک لري چې هلته د روغتون ټول اجناس، وسايل او مواد ساتل کېږي، شخصي محافظتي وسايل يا PPE هم په دې جمله کې دي، د انتان د مخنيوي او همدا راز د سهولت په خاطر له دغه سټاک څخه دغه محافظتي وسايل يوه بل کوچني سټاک ته د روزمره استعمال په خاطر انتقالېدل او دغه وسايل په منظم ډول په مسوول کس پسې قيد کېدل، د روغتون کارکوونکو له همدې کوچني سټاک څخه محافظتي وسايل ترلاسه کول او استعمالول؛ ځکه له عمومي سټاک څخه د روزمره استعمالېدونکو وسايلو ترلاسه کول ستونزمن وو.

د افغانستان اسلامي طبي ټولنه “ايما” ویلي، د عامې روغتيا وزارت د دغسې عاقبت نه سنجوونکي عمل له امله په روغتيايي او طبي ټولنو کې نارضايتي راپيدا شوې، هغه رضاکاره روحيه چې روغتيايي کارکوونکو درلوده، د عامې روغتيا وزارت په بېسارې ډول وځپله، نه يوازې رضاکاره روحيه، بلکې ياد وزارت د يوې تفاهمنامې په ماتولو پر عهد وفا هم له منځه يووړه او دغه کار د وزارت حيثيت په طبي ټولنو کې ځمکې ته غورځولی دی.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.