ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​ولسمشر غني: د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د سولې ملي اجماع زیانمنوي

​ولسمشر غني: د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د سولې ملي اجماع زیانمنوي

author avatar
7 Jul 2020 - 11:31
​ولسمشر غني: د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د سولې ملي اجماع زیانمنوي
author avatar
7 Jul 2020 - 11:31

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۹): ولسمشر غني د سیمې هېوادونو له استازو سره په مشورتي ناسته کې وویل، د افغانستان دولت دا سیاسي وړتیا او اداره لري څو جګړه پای ته ورسوي خو که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، د سولې پروسه به له جدي ستونزو سره مخ شي.

له ارګه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ناوخته د افغانستان دولت په نوښت د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه «د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا» تر سرلیک لاندې د سیمې هېوادونو له استازو سره مشورتي غونډه په خپلې وینا پرانیسته.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې د سیمې د شلو هېوادونو، د افغانستان د ستراتيژیکو شریکانو او ملګرو ملتونو سازمان د استازو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه، لومړی ولسمشر غني د کرونا ویروس له امله په رامنځته شوو تلفاتو او اقتصادي خنډونو اندېښنه وښوده او له کرونا سره د مبارزې په برخه کې یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې غړو هېوادونو د مرستو ستاینه وکړه.

ولسمشر غني د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول اوزبکستان، ترکمنستان، اذربایجان، قزاقستان، هند، ایران او ترکیې څخه چې خپل بندرونه یې د افغانستان د سوداګریزو مالونو د ترانزیټ لپاره پرانیستي وو، مننه وکړه.

هغه دغه راز له پاکستان څخه هم مننه وکړه چې د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو او مالونو د لېږد لپاره یې خپل بازارونه او دروازې پرانیستي پرېیښي دي.

ولسمشر زیاته کړه، دغه ډول همکارۍ د دې لامل شوې چې افغانستان د لومړنیو توکو له اړخه له کمې ستونزې سره مخ شي او دغه هڅې د سیمه ییزو همکاریو ښه بېلګه ده.

محمد اشرف غني څرګنده کړه: ((موږ ټول له تروریزم، سیمه ییزو جرمي شبکو او افراطپالنې سره مخ یو؛ امنیت، ثبات او ګټې موږ له یو بل سره نښلوي. عقلاني درک هم همدا دی چې د یو بل ترڅنګ ودرېږو او افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د څلورلارې په توګه کولی شي د سیمې د ثبات او هوساینې لپاره ښه رول ولوبوي.))

ولسمشر د امریکا له متحدو ایالتونو د افغانستان د ثابت قدمه شریک په توګه په مننې وویل، دغه هېواد له افغانستان سره یو ځای د سولې په پروسه کې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې کړې دي.

هغه سولې په اړه وویل، د سولې پروسې موخه دا ده چې خپلواک، ډیموکراتیک او په سوله کې له خپلو، سیمې او نړۍ سره متحد افغانستان د پخوانیو ارزښتونو، په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د حقونو ساتونکی وي.

ده زیاته کړه: ((موږ د سیاسي ژمنتیا ظرفیت لرو چې جګړه پای ته ورسوو او طالبانو ته یوه سیاسي حللاره وړاندې کړو څو تاوتریخوالی بس کړي.))

ولسمشر غني وویل، د جګړې پای ته رسولو لپاره نړیواله اجماع شته او له سیمه ییزې قوي اجماع د سیمې هېوادونو او ګاونډیو ملاتړ به له افغانستان سره مرسته وکړي چې د سولې موخو ته ورسېږي.

هغه څرګنده کړه: ((زموږ سوله به د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت لامل شي او د سولې ګټونکی به د افغانستان او سیمې خلک وي. په افغانستان کې له ولسواک نظام د سیمې ملاتړ به سیمه ییزې همکارۍ غښتلې کړي او زموږ خلکو ته به فرصت ورکړي چې د هېواد له منابعو څخه نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ودې، بلکې د سیمې لپاره هم استفاده وکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.