ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي چارواکي په بغلان او پکتيکا کې د ١٧ طالبان وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي چارواکي په بغلان او پکتيکا کې د ١٧ طالبان وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
7 Jul 2020 - 12:20
امنیتي چارواکي په بغلان او پکتيکا کې د ١٧ طالبان وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
7 Jul 2020 - 12:20

پلخمري- ښرنه (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٩): امنيتي چارواکي وايي چې په بغلان او پکتيکا ولايتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو غوښتل د پلخمري- سمنګانو لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړي چې د امنيتي ځواکونو له جدي غبرګون سره مخ شول.

دى وايي چې په دې جګړه کې د طالبانو د څو مشهورو ډلمشرانو په ګډون ١٥ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د طالبانو يو مشهور قوماندان قاري جمعه ګل مشهور په متقي هم شامل دى.

ده زياته کړه: ((دا مهال لار د خلکو پر مخ خلاصه ده او خلک کولاى شي چې په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.))

بشارت دا هم وويل چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان پژواک ته وويل چې تېره شپه د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ په کرموخيلو سيمه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.