د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٩٤ کسان پر کرونا اخته او ٢٢ نور مړه شوي دي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٩٤ کسان پر کرونا اخته او ٢٢ نور مړه شوي دي

Jul 07, 2020 - 15:22

کابل (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٩٤مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۳۳۸۴ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په ١٧ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٩٥ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ١٩٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۳۳۸۴ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شويو پېښو کې ٥٧ په هرات، ٣٢ په دايکنډي، ٢٣ په تخار، ١٥ په کابل، ١٢ په بادغيس، ١١ په بلخ، ١١ په غزني، شپږ په کندهار، شپږ په ميدان وردګ، پنځه- پنځه په بدخشان او پروان، درې په پنجشېر، دوه-دوه په لوګر، خوست او کونړ او يوه-يوه هم په لغمان او ننګرهار ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٢٦ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۲۰۱۵۱ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٢ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٩٢٠ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan