جلال اباد (پژواک ۱۷ چنګاښ ۹۹): د ننګرهار د ملي امنيت رياست له لورې د يو ځوان د تښتولو په تړاو پنځه کسان نيولي او ياد شخص يې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
د نازيانو د ولسوال قاضي طارق زوی عبادالرحمن ۲۱ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د شيږمې ناحيې له مربوطاتو تښتول شوی و.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د چنګاښ په ۱۷مه د دغه ولايت د ملي امنيت رياست په انګړ کې په همدې تړاو جوړ شوي خبري کنفرانس ته وويل چې د داعش ډلې پورې تړلو اختطاف کوونکو د عباد الرحمن په نوم ۱۸ کلن ځوان د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند سياف فاميليو له سيمې تښتولی و.
دی وايي، اختطاف کوونکو دغه ځوان ۲۱ ورځې وړاندې وړی و او د شيخ مصري په سيمه کې يې په يو کور کې ساتلو چې د ملي امنيت منسوبينو روغ رمټ د هغوی له منګولو ازاد کړ.
هغه زیاته کړه، د دغې موضوع په تړاو پنځه کسان نيول شوي چې درې يې د پېښې په ځای او دوه نور يې فاميليو سيمه کې نيول شوي دي.
د نازيانو ولسوال قاضي طارق رسنيو سره خبرو کې له امنيتي مسولينو مننه وکړه او زياته يې کړه چې تښتونکو ورته ګواښ کړی و که پيسې ورنکړي نو زوی به يې ووژل شي.
ده وویل تښتونکو يې د زوی د خلاصون په بدل کې دوه نيم سوه زره ډالر ترې غوښتل خو دی يوې افغانۍ ورکولو ته هم نه دی حاضر شوی او له امنيتي سرتيرو يې مرسته غوښتې ده.
د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی عبادالرحمن چې د تښتوونکو له لورې ورته پښو او لاسونو ته ځنځیرونه اچول شوي وو د ننګرهار والي له لورې خپل پلار ته وسپارل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن