ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شوکاڼو د پروسس د ۳۳ فابریکو فعالیت بند او ۲۰زره کاریګر بې روزګاره شوي

ننګرهار کې د شوکاڼو د پروسس د ۳۳ فابریکو فعالیت بند او ۲۰زره کاریګر بې روزګاره شوي

author avatar
7 Jul 2020 - 16:50
ننګرهار کې د شوکاڼو د پروسس د ۳۳ فابریکو فعالیت بند او ۲۰زره کاریګر بې روزګاره شوي
author avatar
7 Jul 2020 - 16:50

جلال اباد (پژواک, ۱۷ چنګاښ۹۹): په ننګرهار کې د شوکاڼي (تالک) کان کېدونکي او د پروسس فابريکو مسوولين وايي چې د قراردادونو نشتوالي له امله د ۳۳ فابريکو فعالیت بند او ۲۰زره کاريګر یې بې روزګاره شوي دي.

دوی وايي، د کانونو وزارت او اقتصاد عالي شورا د غلطو پرېکړو او د قراردادونو د نه ورکړې له امله کانونو او فابریکو کې شاوخوا شل زره کارکوونکي يې بې دندو شوي.

په ننګرهار کې د شوکاڼي ټولنې چارواکي او د قراردادي شرکتونو مسوولين وايي، وروسته له هغه چې د اقتصاد عالي شورا د کانونو وزارت په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ پرېکړه وکړه چې په هېواد کې به کان کېدنه په لويو قراردادونو کېږي, دا ستونزه رامنځته شوې ده.

د ننګرهار شوکاڼي ټولنې چارواکي وايي، حکومت په ټوله کې سوداګرو سره دوه ګونی چلند کوي او د قراردادونو نشتون له امله په امریکا، یو شمېر اروپايي او اسیايي هېوادونو کې د دوی د شوکاڼي د اخیستلو لویې فابریکې هم اندېښمنې دي.

د دغې ټولنې مشر دلاور خان جرنیل زاده د چنګاښ په ۱۷مه يو رسنيز کنفرانس کې وويل، وزارت کې د اوږود مهالې پاليسۍ نشتون او ډېر وخت لپاره د وزيرانو نه پاتې کېدنه د دې سبب شوې چې هر ځل نوې پاليسي جوړه او دا ډول غلطې پرېکړې وکړي.

هغه زياته کړه: ((ولسمشر د ننګرهار او نورو ولايتونو له حاله خبر نه دی، غلط معلومات ورکول کېږي چې له امله يې داسې پرېکړې کېږي. اوس زموږ د پروسس ۳۳ فابريکې بندې دي، شل زره نه زيات کسان بې روزګاره شوي او هلته مو چې کوم معدن استخراج کړی، هغه هم خرابېږي او خساره يې دولت ته رسېږي, ځکه موږ د هغو کاڼو په سر پيسې ورکوو چې ښار ته يې انتقال کړو. که هغه باران ووهي او يا يې لمر ووهي نو بيا خپل ارزښت له لاسه ورکوي.))

نوموړی دغه راز وايي چې د حکومت دا ډول کړنو له امله د شوکاڼي سوداګر ميليونونه افغانۍ زیانمن شوي هم دي؛ ځکه په وينا يې په فابريکو او شرکتونو يې ډېرې پيسې بندې کړي؛ خو اوس یې چارې په ټپه ولاړې دي.

د شوکاڼي فابریکو مسوولین وايي، که له سوداګرو سره دا ډول چلند دوام وکړي؛ نو لرې نه ده، چې په هېواد کې پاتې یو شمېر سوداګر هم بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي، چې دا چاره به د سرمایې د فرار لامل هم شي.

د نعمت الله موسی زي په نوم د شوکاڼي د پروسس فابريکې لرونکی وايي، حکومت پرې لومړی پانګه اچوونه وکړه او بيا يې پرې قراردادونه بند کړل چې ورته يې سخت زيان اړولی دی.

هغه زياته کړه: (( که موږ سره بېرته قراردادونه ونه شي او دا ستونزه حل نه شي مجبورېږو چې دلته د ولايت مخې ته هم خېمه ووهو، د وزارت هم او د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته هم ځکه بله لار نه لرو.)

د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ يو قومي مشر جعفر عمر وايي، شوکاڼي د کانونو کېندنو د کان کېدونکو سربېره په نورو برخو کې هم خلکو ته د کار زمينې برابرې کړې وې.

دی وايي، زرګونه ځوانان د جګړو ليکو ته له تللو منع شوي و، بې روزګارۍ نه خلاص شوي و؛ خو اوس وېره شته چې د بې روزګارۍ له امله ځوانان وران کاره فعاليتونو ته لاس واچوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.