د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ځانمرګي بريد اتو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ننګرهار کې ځانمرګي بريد اتو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

Jul 07, 2020 - 11:39

جلال اباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۹): د ننګرهار ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر قوماندان ځانمرګی موټربم بريد شوی چې له امله يې د ياد قوماندان په ګډون ۸ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل، نن شاوخوا لس بجې د کوز کونړ ولسوالۍ بازار کې د سيمه ييزو پوليسو پر قوماندان ميرزمان باندې ځانمرګی موټر بم بريد شوی دی.

دی وايي، په بريد کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ميرزمان او دوه ساتونکي يې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

هغه زیاته کړه چې امنيتي ځواکونه سيمې ته تللي او ساحه يې کلابنده کړې ده.

د پېښې يو عيني شاهد اول ګل پژواک ته وويل، قوماندان د بازار منځ کې روان و چې چاودنه پرې وشوه.

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت د پېښې د تایید ترڅنګ وایي چې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې مسئوليت چا نه دی منلی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan