د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ښوونځیو کې په حضوري بڼه زده کړې نورې هم وځنډېدې

ښوونځیو کې په حضوري بڼه زده کړې نورې هم وځنډېدې

Jul 07, 2020 - 18:45

کابل(پژواک، ۱۷ چنګاښ۹۹): د پوهنې وزارت وايي، کابینې پرېکړه کړې چې له کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره به په ښوونځيو کې څه موده نور هم په حضوري ډول زده کړې نه کېږي، خو په غیرحضوري ډول به دوام ومومي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې دغه څرګندونې کړې، خو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پوهنې وزارت له کویډ- ۱۹ ناروغۍ سره د مقابلې په بهیر کې د زده کړو د دوام لپاره درې ګونې ستراتیژي لکه ځاني زده کړې، غیرحضوري زده کړې او په کوچنیو ټولګیو کې زده کړې پلان کړي او دغه پلان به د روغتیا له وزارت سره له مشورې او د ولسمشرۍ ماڼۍ له سپارښتنو وروسته پلې شي.

سرچینه زیاتوي:"وزارت د ځاني زده کړو، ټلوېزیون، ویب سایټ، موبایل اپلیکېشن او له نورو لارو د تعلیمي خدماتو عرضه ژر پیلوي او په عین حال کې د کوچنیو ټولګیو او تجمعاتو بدیل ته روغتیايي لارې پیدا کوي."

د پوهنې وزارت لیکي چې د کرونا ویروس له امله د لګېدلو بندیزونوله پای ته رسېدو وروسته حالت ته یې هم بېړني تدابیر سنجولي، څو د زده کوونکو تېر شوي درسونه په معقوله بڼه جبران کړي.

دغه وزارت د ښوونځیو زد کوونکو له کورنیو هیله کړې چې د ممکنو بدیلونو له لارې د خپلو اولادونو په زده کړو کې ورسره مرسته وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan