اسعد اباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۹) : ځایي چارواکي وایي، چې د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستانيو ځواکونو د جاسوسۍ یوه الوتکه لوېدلې ده.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د چنګاښ په ۱۷مه، پژواک اژانس ته وویل چې تېره شپه د پاکستانيو ځواکونو د جاسوسۍ یوه بې پیلوټه الوتکه د ډیورنډ فرضي کرښې تقریبا ۷۰۰ مترو په واټن کې افغان خاورې ته راوښتې وه.
نوموړی زیاتوي, دغه د جاسوسۍ الوتکه د سرکاڼو ولسوالۍ د ګلاب پړۍ په سیمه کې را لوېدلې، خو لامل یې تر اوسه نه دی څرګند شوی.
دا چې ددغې الوتکې برخلیک څه دی، د والي ویاند یې په اړه معلومات نه درلودل.
تر اوسه د پاکستان حکومت په دې تړاو څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن