کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۹) :په کابل کې د افغان سولې په تړاو د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د تاوتریخوالي کچې پر ټیټولو ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ۱۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان "د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا" تر نامه لاندې سیمه ییز کنفرانس د افغانستان دولت په نوښت او د ګاونډیو هېوادونو او سیمې د استازو په ګډون د ویډیویي اړیکې په بڼه، پرون ناوخته په کابل کې ترسره شو.
سرچینې زیاته کړې، ولسمشر دغه کنفرانس ته وینا وکړه او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې کوربه و.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کنفرانس د پای وینا د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وړاندې کړه.
سرچینې ویلي، په دې کنفرانس کې د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو او لوړ رتبه ډیپلوماټانو برخه اخیستې وه چې د خپلو څرګندونو د وړاندې کولو پر مهال یې په ښکاره ډول د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې بهیر په اړه اجماع څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د غونډې ګډون والو د سولې پروسې په اړه د وروستيو پرمختګونو په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کچې کې د پام وړ کمښت راوستل، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو خلاصون، د بین الافغاني خبرو پیل او په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د کمپاین پراخولو په موخه بشري اوربند په هکله په ټینګار سره خبرې وکړې.
د کنفرانس برخه والو، د تاوتریخوالي لوړې کچې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور او د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي اعلامیې ته په اشارې سره، له طالبانو وغوښتل چې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي، تر څو ژر تر ژره د سولې خبرو پیل لپاره فرصت برابر شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې ګډون والو یو ځل بیا، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړ او په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د ګډو ارزښتونو او لاسته راوړنو د ساتنې غوښتنه یې وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن