کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹) : په افغانستان کې د خوړو له پلوه د بې وزله خلکو سره د مرستو په موخه د خوړو نړیوال پروګرام د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې USAID څخه د ۴۹ میلیونه ډالرو مرسته ترلاسه کړې ده.
په کابل کې د خوړو د نړیوال سازمان له خوا د چنګاښ په ۱۸مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دې مرستې څخه موخه داده چې د بېلا بېلوفعالیتونو له لارې په هېواد کې د بیوزله ټولنو سره د هغوی د خوړو او تغذیې د اړتیا وو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
په افغانستان کې د USAID مشر پیټر نېټیلو په دې اړه ویلي : " په دغه ډول بې ثباته حالتونو کې د اړمنو کورنیو لاس نیوی خورا مهم دی."
نېټیلو زیاته کړې: " د امریکا د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیا اداره USAID خوښ ده چې د WFP سره د همکارۍ له لارې، له ټولنو سره مرسته کوي، ترڅو د موجوده اړتیاوو پروړاندې یې توان لوړ شي."
په خبرپاڼه کې راغلي، له دغې نوې مرستې سره به WFP د خوراکي توکو او نغدو پیسو د وېش له لارې د کړکیچ او طبیعي پېښو له امله د زیانمن شوو ټولنو، په خوارځواکۍ اخته ماشومانو، امیندواره او شیدې ورکوونکو میندو او هغو کسانو په ګډون چې دخطرونو د کچې راټیټولو اړوند فعالیتونو کې برخه اخلي، نږدې یو میلیون خلکو ته مرسته ورسوي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال او سرپرست مشر، رابرت کسا کا په دې اړه وایي: ” دغه مرسته په داسې یو کړکیچن حالت کې ترسره کېږي چې په تخمیني ډول په هېواد کې څلور میلیونه خلک په شدیده توګه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. موږ ددغومرستو او د امریکا د متحده ایالتونو د مالتړ چې په نه بدلېدونکې بڼه یې د کلونو راهیسې ترسره کوي، درناوی کوو. د سلګونه زره خلکو ژوند به خوندي شی. د امریکا د خلکو له سخاوت او پیوستون څخه مننه.“
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن