ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ترکیې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د افغانانو د مړه کېدو په اړه پلټنې پیل شوې دي “

“د ترکیې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د افغانانو د مړه کېدو په اړه پلټنې پیل شوې دي “

author avatar
8 Jul 2020 - 18:16
“د ترکیې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د افغانانو د مړه کېدو په اړه پلټنې پیل شوې دي “
author avatar
8 Jul 2020 - 18:16

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په ترکیه کې  د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د افغانانو د مړه کېدو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې، د ترکیې اوبو کې د مسافر وړونکې کښتۍ د ډوبېدو له امله د نورو هېوادونو د وګړو ترڅنګ یو شمېر افغانانو هم مړه شوي دي.

ويل کيږي په دغه پېښه کې د افغان مسافرو په ګډون سپاره ۸۰ کسان له کښتۍ سره يو ځای ډوب شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند  ګران هېواد چې نن له غرمې مخکې د حکومت د رسنيو مرکز کې يې خبرې کولې وويل، بهرنیو چارو وزارت چې له دې پېښې څو ساعته وروسته خبر شوی، د پېښې ځای ته يې یو پلاوی استولی، ترڅو د افغان مسافرو مړي وپېژني.

هغه زیاته کړه، د ترکيې پوليسو تېره ورځ خبرداری ورکړی و، چې له پيښې ۱۸ ساعته وروسته دوی ته د هغې کښتۍ د ډوبېدو خبر ورکړل شو چې د څو هېوادونو مسافر په کې په غير قانوني ډول وړل کېدل.

دی وایي، تر اوسه له ۸۰ مړو څخه يې ۱۳ جسدونه پيدا کړي، خو په اوبو کې د اوږدې مودې تېرولو له امله نه پېژندل کيږي.

هېواد له هغو کورنيو څخه چې د پېښې په اړه پوهېدلي وغوښتل چې تحقیقاتي کمېټې ته دې د اسنادو په چمتو کولو سره د مړو پېژندلو کې مرسته وکړي.

هغه زياته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د مړو د جسدونو د پېژندلو وروسته د هغوی د لېږدولو او خښولو بشپړ چمتوالی لري.

هغه همداراز پر ځوانانو غږ وکړ چې د انساني قاچاق وړونکو له خوا دوکه نه شي او په غیرقانوني ډول له هیواده بهر له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د یادونې ده چې هر کال زرګونه افغانان په غیر قانوني توګه د ترکیې له لارې اروپا ته د تګ هڅه کوي چې کله نا کله په اوبو کې ډوب هم شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.