ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شهیدانو اومعلولینو وزارت له نهو نورو دولتي ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د شهیدانو اومعلولینو وزارت له نهو نورو دولتي ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

author avatar
8 Jul 2020 - 17:33
د شهیدانو اومعلولینو وزارت له نهو نورو دولتي ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
author avatar
8 Jul 2020 - 17:33

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹) : د شهیدانو اومعلولینو په چارو کې ددولت وزارت له نهو نورو دولتي ادارو سره ددوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د چنګاښ په ۱۸مه، د حکومت د رسنیو په مرکز کې د معلولیت سکتور اړوند پاتې (۹) دولتي ادارو (ځمکو او ښار جوړونې وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، سوداګرۍ او صنایعو خونه، مسلکي او تخنیکي زده کړو اداره، ستندرد ملي اداره، ملي راډیو تلوېزیون، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون او بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست) سره د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

 د هوکړه لیکونو د لاسلیک غونډه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي، د وزارت مرستیالې جمیلې نورستانۍ، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د یادو ادارو مسولینو ګډون درلود.

ددغه وزارت وزیر لعل الدین اریوبي وویل، د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د جمهوري ریاست لومړي معاونیت د یادو وزارتونو، خپلواکو ادارو او کمېسیونونو د کلني کاري پلان، کاري راپور او کړنو د څرنګوالي څارنه کوي.

هغه زیاته کړه، د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک موخه دا ده، چې وزارتونه، خپلواکې ادارې او کمېسیونونه مسوول دي، چې له لاسلیک وروسته په خپله برخه کې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو د ځان بسیاینې، ټولنیز مشارکت، د ستونزو او ننګونو په نښه کولو، له برنامو څخه د دقیقې څارنه وشي.

اریوبي دغه راز وویل چې له دې هوکړه لیکونو څخه بله موخه د معلولیت په برخه کې د راپور چمتو او وړاندې کولو، د  مناسبو حل لارو او کړنلارو وړاندې کولو، د نهادونو د اغېزناکې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو، د معلولیت لرونکو وګړو د بشري او مدني حقونو د تامینولو په موخه د بودجې موندنې، زده کړو، د معلولینو ټولنیز ژوند کې د بدلون، په مختلفو دولتي او غیر دولتي ارګانونو کې د کاري فرصتونو د مساوات، په سیاسي، ټولنیزو، تعلیمي او علمي برخو کې د معلولیت لرونکو وګړو ورګډول دي.

دغه راز د معلولیت لرونکو وګړو د پیاوړتیا په موخه د بنسټیزو خدمتونو ترسره کولو، د دولت په اوږدمهالو او لنډ مهالو پلانونو کې د معلولیت سکتور شاملولو او همدارنګه د ملي او نړیوالو قوانینو د تطبیق په برخه کې هر ډول اسانتیاوې او خدمتونه برابر کړي.

د هغه په وینا، په یادو هوکړه لیکونو کې د ټولو وزارتونو، خپلواکو ادارو او کمېسیونونو مسوولیتونه مشخص شوي دي.

د شهدانو او معلولینو په چارو کې ددولت وزارت ویاند ضیاء الحق افضلي پژواک ته وویل چې د دې برنامې تطبیق او څارنه د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري په مشترک ډول ترسره او راپور به یې د جمهوري ریاست عالي مقام ته ورکول کېږي.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې د پخواني اجراییه رییس په حضور کې له ۳۵ مختلفو دولتي ادارو سره ورته هوکړه لیکونه لاسلیک شوي وو، چې وزیرانو شورا د بین الوزارتي کمېټې له خوا یې د کړنو څارنه کېده او وخت پر وخت یادو ادارو سره د اجرااتو د تعقیب په موخه غونډه جوړېده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.