ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مدني ټولنو بورډ: تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړې

د مدني ټولنو بورډ: تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړې

author avatar
8 Jul 2020 - 15:29
د مدني ټولنو بورډ: تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړې
author avatar
8 Jul 2020 - 15:29

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): د مدني ټولنو بورډ وايي، د افغانستان برخليک د سولې په روانې پروسې پورې تړلی او د جګړې ښکېلې غاړې د تاريخ دروند بار او مسووليت پر غاړه لري.

د مدني ټولنو دغه بورډ نن (د چنګاښ ۱۸مه) په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته د خپل دريځ په څرګندولو سره وويل، افغانان او نړيوال دا اندېښنه لري چې د تاوتريخوالي زياتېدل به د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړي او د بې باورۍ رامنځته کېدو سره به یاده پروسه له ګواښ سره مخ شي.

د بورډ غړي روشن مشعل زياته کړه، د سولې پروسه په ډېر حساس او نازک حالت کې ده، هغه ډلې چې شوم اهداف لري کولی شي روان تاوتريخوالی د سولې د پروسې په تاوان وکاروي او د جګړې اور ته لمن ووهي.

د هغه په وینا، د سولې په پروسه کې د افغانستان د ټولو خلکو شاملول اړين دي؛ ځکه چې د حکومت مشروعيت د خلکو په ملاتړ کې ده.

نوموړي زیاته کړه: ((دا منو چې د سياسي جوړجاړي لپاره دواړو خواوو د پام وړ پرمختګ کړی او موږ د سولې د پروسې د افغاني، او ټولشموله کولو لپاره د دوی هڅې او لاسته راوړنې ستايو.))

هغه پر دواړو خواوو غږ وکړ چې د ولس اندېښنې، غوښتنې او مدني ارزښتونه په پام کې ونيسي او همداراز د مدني ټولنو غږ واوري او ولس ته د نيول شوو تصميمونو په اړه معلومات ورکړي .

د بورډ بل غړي فروزان رسولي وویل چې دواړه لوري دې په ستراتيژيکه توګه د تاوتريخوالي پر کمېدو فکر وکړي او له مدني ټولنو سره په مشوره دې د سولې د هڅو لپاره يو لړ ګډ او ټولشموله بنسټيز اصول وټاکي.

نوموړي له دواړو لورو د يو ګډ کمېسيون پر جوړولو د ټينګار ترڅنګ وويل چې دواړه لوري بايد د تاوتريخوالي پېښې په ډاډمن ډول وڅېړي او د ورانکارو کړیو مخنيوی وکړي.

همداراز دوی وغوښتل چې مدني ټولنو ته دې زمينه برابره کړي، څو د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د خلکو غوښتنې او انديښنې د مذاکراتو ميز ته په شفاف ډول ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.