لومړی تعقیب - کندهار ښار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹) : د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ پر ودانۍ په شوي موټر بم برید کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د چنګاښ په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې شوې ده.
هغه زیاته کړه، دغه برید د ملي اردو د انټرنېشنل پوځي موټر په وسیله چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو، د شاولیکوټ د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ په لومړي قراول کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، موټر هغه مهال چاودنه وکړه چې د پولیسو له خوا پېژندل شوی و او ډزې یې ورباندې وکړې.
دی وايي، په دې برید کې ۳ سرتېري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د ده په خبره، په ټپیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي هم پژواک ته ورته معلومات ورکړل او ويې ویل چې په دې برید کې ۳ سرتېري وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډن په کې ۱۴ تنه ټپيان شوي دي.
احمدي زیاته کړه، دا چې چاودنه زوروه وه د ولسوالۍ او قوماندانۍ ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .
شاولیکوټ ولسوالۍ د کندهار له شمالي ناامنو ولسوالیو ده چې له مرکز څخه ۴۰ کیلومتره واټن لري او تل د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړو شاهده وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن