ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد کې به د باچاخان مزار ډېر ژر پرانیستل شي

په جلال اباد کې به د باچاخان مزار ډېر ژر پرانیستل شي

author avatar
8 Jul 2020 - 17:06
په جلال اباد کې به د باچاخان مزار ډېر ژر پرانیستل شي
author avatar
8 Jul 2020 - 17:06

جلال اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ۹۹): د عدم تشدد د فلسفې د سرلاري خان عبدالغفار خان باچاخان پر مزار د وخت ولسمشر ډاکټر نجيب الله په امر پيل شوی کار ۳۲ کاله وروسته پای ته ورسېد.

که څه هم د هغه په مقبرې کارونه درې لسيزې وړاندې پيل شوي و، خو کورنيو جګړو او په دې وروستيو کې د ځينو نورو ستونزو له امله يې کارونه په ټپه ولاړ و.

په ۱۳۹۸ کال کی د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له خوا يو ځل بيا درېدلي کارونه پيل او د ۵۴ ميليونه افغانيو په لګښت يې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي چې څو ورځو کې به يې پرانېسته وشي.

خان عبدالغفار خان چې پښتنو له ډېرې مينې باچا خان ياد کړی ۳۲ کاله وړاندې په ۱۳۶۷ لمريز کال پېښور کې ومړ، له خپل وصيت سره سم يې جسد جلال اباد ته انتقال او دلته په خپل پخواني کور کې خاورو ته وسپارل شو.

په هماغه کال د وخت د ولسمشر ډاکټر نجيب الله په امر د نوموړي پر قبر د ګنبد او مزار د جوړېدو کارونه پيل شول، خو کورنيو جګړو دا کار ودراوه، په ۲۰۱۲ کې د پاکستان نشنل پارټۍ او د ننګرهار د ولايتي شورا په هلو ځلو يو ځل بيا د مقبرې کارونه پيل شول خو شپږو کلونو کې دا چاره بشپړه نه شوه.

 د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني په امر، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له خوا يو ځل بيا د ودانۍ جوړېدو کارونه پيل شول چې اوس يې ۹۸ سلنه کارونه بشپړ او په څو ورځو کې به پرانېستل شي.

په ختيځ کې د ملي پراختيا شرکت اړوند د بنايي ملي ادارې مشر سيد عمران سادات د چنګاښ په ۱۸مه، پژواک اژانس ته وويل، چې د ودانۍ جوړېدو باندې ۵۴ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، په ښکلې بڼه رغول شوې او کارونه يې په څو ورځو کې بېخي خلاصېږي.

دی زياتوي، ودانۍ پخوانۍ نقشې ته په کتو په نوې بڼه جوړه شوه، د ځمکتلي په ګډون چې هلته باچاخان خښ دی، دوه نور منزلونه هم لري او د منځنۍ ګنبدې په ګډون ټولې پنځه ګنبدې پرې ابادې شوې دي.  

هغه زياته کړه، چې د ودانۍ مخې ته ښکلی چمن، څراغونه او نورې چارې هم په بشپړېدو دي چې را روانه اوونۍ به د ليدونکو پر مخ پرانېستل شي.

د بنايي ملي ادارې دغه چارواکی هيله مند دی چې د دې ودانۍ جوړېدل به د ډېرو سيلانيانو پام ځانته راواړوي او د ګرځندوی يو مرکز به وګرځي.

د عدم تشدد د فلسفې يو لاروی، ليکوال او شاعر بادام ظريفي فقير وايي، باچا خان ځکه کې د ښخولو وصيت کړی و، څو پښتنو ته يو پيغام ورکړي چې لر او بر يو افغان دی.

هغه وايي، باچا خان په ژوندوني ډېره خواري وکړه چې لر بر پښتون په دې پوه کړي خو ارمان يې پوره نه شو، نو له مرګه وروسته يې هم غوښتل چې دا پيغام پښتنو ته ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.