ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ۲۹ ولایتونو کې د ۲۵۹ پروژو پلي کېدو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په ۲۹ ولایتونو کې د ۲۵۹ پروژو پلي کېدو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

author avatar
8 Jul 2020 - 15:37
په ۲۹ ولایتونو کې د ۲۵۹ پروژو پلي کېدو هوکړه لیکونه لاسلیک شول
author avatar
8 Jul 2020 - 15:37

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹) : د کلیو پراختیا وزارت له پرمختیایي شوراګانو سره د ۲۹ ولایتونو لپاره د څه باندې ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵۹ پروژو هوکړه لیکونو لاسلیک کړل.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن د چنګاښ په ۱۸مه، ددې هوکړه لیکونو دلاسلیک کولو پر مهال وویل چې دا پروژې په اروزګان، بادغیس، بدخشان، بامیان، بغلان، بلخ ،پروان، پکتیا، پکتیکا، تخار، جوزجان، خوست، دایکنډي، زابل، سمنگان، سرپل، غزنی، غور ، فاریاب، کابل، کاپیسا، کونړ، کندهار، لوګر، میدان وردک، ننګرهار، نورستان، هرات اوهلمند کې پلې کیږي.

هغه زیاته کړه چې د دې پروژو د تطبیق په ترڅ کې به نږدې ۴۵۸ زره کاري ورځې رامنځته او زرګونو کسانو ته د کارزمینه برابره شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا د وزیر په وینا، دا پروژې ۱۴۸ د اوبو رسولو شبکې، ۱۲۷ ژورې او سطحي څاه ګانې، د اوبو ۹۹ زېرمې، ۷ روغتیایي مبرزونه او ۴۲۵۰ متره د اوبه خور کانال لري چې له ګټو به یې ۳۷۴ زره کلیوال برخمن شي.

کریمي وویل چې ددې پروژو یوه برخه له ملي بودیجې او بله برخه یې د امریکا دمتحدو ایالتونو د پرمختیایې ادارې او همدازار د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق (یونیسف) له لوري تمویلیږي.

د یادولو ده چې یادې پروژې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام تر څار لاندې تنظیم او د پرمختیایي شوراګانو له لوري تطبیقیږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.