ښرنه (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٩): په پکتيکا کې روغتيايي مسوولين وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت په مرکز ښرنه کې د يوې نجلۍ په ګډون د يوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.
د یاد ولایت د مرکز ښرنې ملکي روغتون مشر ډاکتر چنار صديقي د چنګاښ په ١٨مه پژواک ته وويل چې د ښرنې ښار له کرخېلو سيمې څخه شپږ جسدونه روغتون ته ور وړل شوي دي.
هغه وايي چې په وژل شوو کې يوه پېغله نجلۍ هم شامله ده او دغه کسان ټول په مرميو ويشتل شوي دي.
د يادې کورنۍ يوه غړي اختر پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى کورته ناپېژاند وسله وال ورغلل او د کورنۍ شپږ کسان يې ور ووژل.
دى زياتوي: ((موږ له چا سره دښمني نه درلوده، نه پوهېږم چې دغه کسان څوک وو، خو په وژل شوو کې مې يوه خور او ورور هم شامل دي.))
نوموړي له امنيتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د خور او ورور قاتلين يې پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
خو د ياد کلي يوې بلې سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په وژل شوو کې يو پوليس هم شامل دى.
هغه وايي: ((دغه کسان د طالبانو له لوري وژل شوي؛ ځکه يو کس يې پوليس و.))
د پکتيکا حکومتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
بل لورته وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن