ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: د هرات ګمرک میلیونونه افغانۍ ورځني عواید شخصي جېبونو ته ځي

څېړنه: د هرات ګمرک میلیونونه افغانۍ ورځني عواید شخصي جېبونو ته ځي

author avatar
8 Jul 2020 - 16:53
څېړنه: د هرات ګمرک میلیونونه افغانۍ ورځني عواید شخصي جېبونو ته ځي
author avatar
8 Jul 2020 - 16:53

هرات (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې د هرات په ګمرک کې د ګمرکي محصول د فرار له درکه د ورځې لسګونه میلیونه افغانۍ عواید د مسوولینو، کارکوونکو، د مرکزي چارواکو، وارد کوونکو، کمېشن کارانو او د ځینو سیمه ییزو چارواکو جېبونو ته ځي.

دغه موندنې چې له سیمه ییزو معتبرو سرچینو سره له مرکو، اسنادو، د ګمرک له مخکنیو کارکوونکو، وارد کوونکو او د هرات له ولایتي شورا ترلاسه شوې، ښيي چې د دغه ولایت په ګمرک کې فساد په سازمان شوې بڼه ترسره کېږي.

د هرات د سیمه ییزو معتبرو سرچینو د معلوماتو له مخې، په هرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه دوه سوه موټره سوداګریز مالونه له محصول پرته او یا هم په دې نوم چې محصول یې ناچیزه دی، د ګمرک د مسوولینو او کمېشنکارانو ترمنځ له جوړجاړي او بډو ورکولو وروسته د هرات ښار ته وړل کېږي.

د دغو معلوماتو پر اساس، له یادو موټرو د هر یوه د محصول ارزښت له یوه تر درې میلیونه افغانۍ پورې دی، خو له محصول پرته او یا د ارزانه محصولي توکو په نوم د اتیا تر سل زره افغانیو په ورکولو محصولېږي او له ګمرکه بهر وړل کېږي.

دغه موندنې ښيي چې ګران بیه توکي، لکه ټلوېزیون، لپټاب، موبایل، یخچال، ځیني لوړ ماډل او مرمۍ ضد موټر، عطر، ځيني سګرېټ، غالۍ، وارداتي انرژۍ، لکه ریډبول، مانسټر، بک بیر، په هیڅ عنوان نه محصولېږي او یا هم دغه توکي د بېلابېلو سوداګریزو توکو، لکه پفک، کاشي، د جوارو اوړه، ګچ، چسب، سمینټ او … چې ګمرکي محصول یې کم دی، تر نامه لاندې محصولېږي.

د پژواک د سرچینې معلومات ښيي چې د هرات په ګمرک کې له کلونو راهیسې د پورته ذکر شوو ګران بیه توکو اسناد نه دي ثبت شوي او دغه ټول د ارزان محصول توکو په نوم هرات ته وارد شوي دي.

د ګمرکونو قانون له مخې، د یوه بار وړونکي موټر ګران بیه توکو ګمرکي محصول لکه سګرېټ، انرژي، موبایل، ټلوېزیون او نورو لږ تر لږه له یوه تر درې میلیونه افغانيو پورې کېږي خو د پژواک له خوا د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، دغه توکي له ۸۰ تر ۲۵۰زره افغانیو محصول شوي دي.

د هرات والي، د دغه ولایت مدني فعالان او ولایتي شورا هم پراخ فساد، د ګمرک د عوایدو حیف او میل او له محصول پرته یا هم د ارزان محصول د توکو په نوم د موټرو وتل، تاییدوي.

د هرات والي: تېر یونیم کال د هرات په ګمرک کې شاوخوا پنځه نیم زره موټر محصول شوي نه دي

د هرات والي سید وحید قتالي له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د دغه ولایت د اسلام کلا په ګمرک کې له پراخ فساده اکار نه شي کېدای او ټینګار یې وکړ، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې تر څلور زره ډېر موټر سوداګریز توکي او د روان کال له پیله تر اوسه پورې ۱۵۰۰ موټره توکي د دغه ولایت په ګمرک کې نه دي محصول شوي.

هغه زیاته کړه، هر ګمرکي بار چې محصول یې درې میلیونه افغانۍ کېږي، د ۵۰زره افغانیو په بدل کې محصول شوی دی.

هغه وویل: ((که په ۱۳۹۸ کال کې تر څلور زره ډېر موټر ورک نه وو، ما څارنوالۍ ته معرفي کړئ او که د روان کال له لومړیو ۱۵۰۰ موټر ورک نه وو، ما څارنوالۍ ته معرفي کړئ او یوازې د دغه ګمرک په ورودي دروازه کې دغه موټر په هیڅ کتاب کې نه دي ثبت شوي.))

د هرات والي زیاته کړه، د سوداګریزو توکو هېڅ موټر په قانوني ډول په ګمرک کې نه محصول کېږي.

هغه ټینګار کوي چې د ګمرک فاسدین د نظام دننه ملاتړي، سیاستوال او مافیا لري او ولسمشر غني ده ته سپارښتنه کړې ده چې هر څو ژر له ګمرکونو د مافیا لاسونه لنډ کړي او دغه هڅې دوام لري.

قتالي وویل چې د یوې شپې په یوه مشخص ساعت کې یې ۶۴ موټره توکي چې ځيني یې هېڅ محصول شوي نه وو او ځیني یې د ارزان محصول توکو په نوم محصول شوي وو، درولي دي.

د هغه خبره، د هرات د اسلام کلا په ګمرک کې پراخ فساد لامل شوی چې مافیا پیاوړې شي او هېڅ بېګانه کس ونه کولای شي د ازاد رقابت له لارې په دغه ګمرک کې دنده ترسره کړي.

هغه وویل: ((په ګمرک کې په ډېره پېچلې بڼه فساد روان دی، په لومړي قدم کې د ګمرک مسوولین او په دویم کې کارکوونکي دي چې د فساد زمینه یې برابره کړې ده او درېیم کمېشنکاران دي چې د فساد مسیر تطبیقوي او د دوی مخه د ګمرک مسوولینو خلاص پرېیښې ده او په دې منځ کې لږ رول بیا د خلکو او سوداګرو دی.))

هغه زیاته کړه، څو میاشتې مخکې یې د ولسمشر په سپارښتنه د ګمرک د چارو له بهیره څارنه درلوده چې په پایله کې یې ومونده چې د ګمرک عواید په ورځ کې له ۵۰ تر سل میلیونه باید پنځه سوه میلیونو ته ورسېږي.

د هرات د والي دغه خبرې په داسې حال کې دي چې د پژواک موندنې هم ښيي چې د اسلام کلا په ګمرک کې تر ۳۰۰ ډېر کمېشنکاران کار کوي چې له دې ډلې لس کسان یې مافیا دي او نور کمېشنکاران یې تر خپل اغېز لاندې راوستلي دي.

د دغو معلوماتو پر اساس، د دغو کمېشنکارانو هر یو تر سل میله ډېرې وسلې لري او د ګمرک له مسوولینو سره نېغه اړیکه لري او له هغوی سره په تفاهم ګران بیه توکي د ارزان محصول توکو په نوم محصولوي او له ګمرکه یې وباسي.

دغه موندنې ښيي چې دغه لس کمېشنکاران ان د دولت له مخالفینو سره هم لاس لري او د هغوی مالي ملاتړ کوي.

د پژواک د موندنو پر بنیاد، ډېری دغه کمېشنکاران د بل په نوم تقلبي جوازونه لري او د ډېری سوداګرو مالونه هم دوی په غیرقانوني ډول طی مراحل کوي.

د هرات والي هم د ځینو کمېشنکارانو غیر قانوني فعالیت تاییدوي.

د هرات ولایتي شورا هم د دغه ولایت په ګمرک کې فساد تاییدوي

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري هم د دغه ولایت په ګمرک کې پراخ فساد ټکان ورکوونکی بولي او وايي، د هغو څېړنو او اسنادو پر اساس چې دوی موندلي، په یوه شپه او ورځ کې تر سلو ډېر د سوداګریزو توکو بار موټر له ګمرکي محصول پرته د مافیا او د ګمرک د مسوولانو له مرستې وروسته له ګمرک څخه بهر کېږي.

هغه ښکاره کړه چې هره ورځ د سوداګریزو وارداتي توکو له ۱۵ تر ۲۰ ټېلر موټر چې په سیستم کې په یوه یا دوو نمبر پلېټونو ثبت شوي، بې له محصوله له ګمرک څخه وځي.

هغه زیاته کړه، هر پلاوی چې ګمرک ته د څېړنې لپاره ورځي، د مافیا له خبر وروسته، د اسلام کلا ګمرک ته د سوداګریزو مالونو د داخلېدو بهیر درول کېږي، څو د وارداتو کچه او د هغوی د فساد بهیر څرګند نه شي.

نوموړي وویل، د دوی څېړنې هم ښيي چې د سوداګریزو مالونو ډېری هغه موټر چې محصول یې له ۸۰۰ زرو تر یو ميلیون افغانۍ کېږي، د “ګچ، پفک، سمنټو، د جوارو اوړو” او نورو په نوم د ۸۰ تر ۱۰۰زرو افغانیو په بدل کې محصول شوي دي.

د هرات ولایتي شورا مرستیال وویل، کره اسناد په لاس کې لري، یو موټر کې ۵۰ ټنه بار یې درلود، خو ۳۰ ټنه مال یې محصول شوی دی.

د هرات ولایتي شورا دغه غړی ټینګار کوي چې که سوداګریز وارداتي اموال د قانون پراساس محصول شي، د ګمرک ورځني عواید ۱۲۰ ميلیونه افغانیو ته رسېږي، خو اوس مهال له ۳۰ تر ۴۰ ميلیونه هم نه رسېږي.

هغه وښوده چې دغه پراخ فساد د سواداګرو، کمېشنکارانو او د ګمرک د مسوولینو له جوړجاړي وروسته ترسره کېږي.

د هغه په خبره، ټول اسناد یې د رسېدنې لپاره څارنوالي ته سپارلي خو تراوسه ورته رسېدنه نه ده شوې.

له ګمرکي محصول څخه د تېښتې بهیر څه ډول ترسره کېږي؟

د پژواک موندنې ښیي چې سوداګر یا واردوونکی کس د سوداګریزو وارداتي مالونو دوه موټر د مثال په ډول “د جوارو اوړه او وارداتي انرژیو” د ایران د دوغرون مرز ته له رسېدو وروسته د ګدامونو یا “انگر” به داخل کې په یوه موټر تبدیلوي.

واردوونکی کس د بار وړونکي موټر ټولو خواوو ته د جوارو د اوړو بوجۍ ځای پر ځای کوي او د موټر منځ چې لویه خالیګاه ده، د انرژیو لکه مانسټر، بک بیر او یوشمېر نورو بهرنیو انرژیو کارتنونه ځای پر ځای کوي او په اسنادو کې یې هم لیکل کېږي چې په دغه موټر کې د جوارو اوړه بار شوي دي.

د ګمرکونو د قانون پراساس، د انرژۍ د یوه موټر ګمرکي محصول له یو ميلیون څخه تر یونیم ميلیون افغانۍ کېږي، خو د جوارو د اوړو محصول حداقل ۵۰ تر سل زره افغانۍ دی.

خو سرچینې وایي چې د جوارو اوړو او انرژۍ دغه موټر د کمېشنکارانو له خوا د جعلي اسنادو له جوړولو وروسته د “مختلفو مالونو” په نوم ګمرک کېږي او د سوداګر، کمېشنکار او ګمرک د مامور تر جوړ جاړي وروسته له ګمرک څخه ایستل کېږي.

زمری، په هرات کې یو واردوونکی سوداګر

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ده د سوداګریزو وارداتي توکو یو بار وړونکی موټر چې محصول یې په قانوني ډول ۵۵۰زره افغانۍ کېږي، خو نوموړي خپل توکي د ۱۱۰زره افغانیو په بدل کې محصول کړي دي.

نوموړی وایي چې څه موده وړاندې یې ۱۰۱۰ کارتنه کاشي په ۱۵ ټنه وزن او د ایران د وارداتي بیسکېټو ١٥٠٠٠ کارتنونه هم په ۱۵ ټنه وزن هرات ته وارد کړل.

د هغه په خبره، د ۱۵ ټنه بیسکېټو قانوني محصول پنځه سوه زره افغانۍ او د ۱۵ټنه کاشیانو محصول هم ۵۵زره افغانۍ کېږي، خو کمېشنکارانو د نوموړي دغه موټر د ۱۱۰زره افغانیو په بدل کې قانوني محصول کړی دی.

 

 

 

 

 

 

 

 

خو پوښتنه دلته ده چې کمېشنکار دغه کار څه ډول ترسره کړی؟

د زمري د سوداګریزو مالونو په محصولي اسنادو کې چې پژواک ته رسېدلي، راغلي چې کمېشنکار د بیسکېټو د کارتنونو ۱۵ ټنه وزن دوو ټنو ته بدل کړی، په دې اساس د دوه ټنه وارداتي بیسکېټو ګمرکي محصول ۵۵زره او د ۱۵ ټنه کاشیانو هم ۵۵زره افغانۍ شوې دي.

د کمېشنکارانو کاريطریقه او د ګمرک مامورینو ته د بډې ورکولو څرنګوالی

د هرات د ګمرک یوه مخکینی مامور چې “مستعار” نوم یې سید احمد دی او اوس مهال له ایران څخه سوداګریز مالونه واردوي.

سید احمد وایي چې سوداګر پنځه ټنه د جوارو اوړه د ایران د دوغارون مرز په “انګړونو” کې د “ټلوېزیونونو، موبایلونو او نورو لوړبیه توکو په یوه بل موټر کې ځای پر ځای کوي، کمېشنکار د دغه موټر لپاره اسناد برابروي چېپه دغه موټر کې یوازې ۴۰ ټنه د جوارو اوړه بار دي.

دهغه په خبره، کمېشنکار د مراحلو طی کولو او خارجولو لپاره د دغه موټر د بار تقلبي اسناد د اسلام کلا د ګمرک د “ای نمبر” د رسیپشن شعبې ته ور وړي څو د موټر اسناد یې سیستم ته وارد او تشریح ته تیار کړي.

هغه زیاته کړه، کمېشنکان د “ای نمبر”شعبې د رسیپشن له مامور سره له مخکې له یو بل سره جوړ جاړی لري، له همدې برخې پیلېږي او په دې برخه کې د رشوت ورکول، د هغو توکو له ارزښت سره تړاو لري چې خلاف کاري په کې شوی وي.

د “ای نمبر” شعبې د رسیپشن مامور ښه پوهېږي چې په موټر کې کوم مالونه موجود دي او په دې برخه کې د رشوت ورکول له دوه زره افغانۍ پیل بیا تر لس زره افغانۍ ورکول کېږي.

د ګمرک دغه مخکنی کارکوونکی وایي:«کله چې د “ای نمبر” شعبه د بار موټر دوو مامورینو ته تشریح او معرفي کوي، مامورین د موټر د ګمرک تشریح له نږدې نه ګوري او له څېړنې وروسته پوهېږي چې اسناد په موټر کې له بار سره توپیر لري، د مالونو د ټن اندازه توپیر کوي او دغه برخه هم حپل حق اخلي، له لس زره افغانیو پیلېږي تر ۵۰زرو او ان تر سل زره افغانیو، د رشوت کچه محصول ته په پام توپیر لري.

د مالونو له تشريح وروسته د کالیو موټر د “ام نمبر” شعبې یا امر ګروپ ته رسېږي، په دغه ځای کې کمېشنکار ته د بانک لپاره د پیسو د تحویل تعرفه ورکول کېږي.

د پژواک د موندنو پراساس، د “ام نمبر” شعبې مامور هم د خپل حق له اخیستو وروسته اسناد د قانون خلاف لاسلیکوي.

د دغو معلوماتو پراساس، په دغه مدیریت کې هم رشوت اخیستنه په هغه خلاف پورې تړلی چې د مالونو په موټر کې ترسره شوی او له پنځه زره افغانۍ پیل تر ۵۰ زره افغانو رسېږي.

د ګمرک دغه مخکني مامور په دوام وویل:«له دې برخې تر وتلو وروسته موټر د مالونو د بهر کېدو د پاڼې برخې ته رسېږي، په دې برخه کې هم موظف کسان له زرو تر ۱۵۰۰ افغانیو خپل حق اخلي او وروسته هغه ګودام ته رسیږي په دې برخه کې هم له پنځه سوه بیا تر پنځه زره افغانیو پورې خپل حق اخلي.»

 

هغه زیاته کړه چې د ګودام له برخې له وتلو وروسته کله چې د ګمرک له دروازې بهر کېږي،هم په خلافي متناسب ترسره کېږي او د دروازې مامور ته هم له زرو افغانیو نیولې تر پنځو زرو افغانیو تحویلوي.

 

د نوموړي په خبره، له هغه وروسته په ګمرک کې د ښاروالۍ مدیریت هم خپل حق اخلي او د مالونو موټر له ګمرک څخه بهر کېږي.

بې محصوله “قاچاقيتوکي څه ډول د هرات تر ښاره راځي؟

د پژواک موندنې ښیي چې معمولاً بې له ګمرکي محصوله “قاچاقي” مالونه د “ټېلر” موټرو په وسیله هرات ښار ته انتقالېږي.

د دغو معلوماتو پراساس، وروسته له دې چې موټر له ګمرکي محصولپرته او یا هغه موټر چې په ناچیزه پیسو محصولېږي، د اسلام کلا د ګمرک له دروازې له وتلو وروسته، د شپې له خوا د لسو تر ۱۵ “خاور یا مازدا” موټرو په وسیله ښار ته انتقالېږي.

د سرچینو په ویناوو، دغه کوچني بار وړونکو موټر هر یو یې له اسلام کلا نه د نیم ساعت لپاره مزل کوي او یو کس مسوولیت لري څو د لارې مسیر وڅېړي او موټر چلوونکي ته هره شېبه خبر ورکړي چې لاره امن ده، کولای شي راشي او که ملي امنیت او یا بل امنیتي بنسټ په لاره کې چک پاینټ ولري، دغه کس موټرو ته خبر ورکوي چې مسیر امن نه دی او را نه شي.

د سرچینو په وینا، معمولاً پولیس مازدا موټرو ته لږ پام کوي او له دې لارې د مالونو انتقال اسان دی.

د هرات سیمه ییزه اداره هم د مازدا موټرو په وسیله د بې محصوله “قاچاقي” مالونو انتقال تاییدوي او وایي چې ډېری دغه مالونه د اسلام کلا په بازار کې تخلیه کوي او په مناسب وخت کې یې د وړو موټرو په وسیله ښار ته انتقالېږي.

د هرات مدني فعالان او اوسېدونکي په ګمرک کې د فساد له زیاتوالي سخت شکایت کوي

په هرات کې مدني فعال اشرف سادات هم د دغه ولایت په ګمرک کې فساد ټکان ورکوونکی بولي او وایي چې د هرات د ګمرک په پېچلي فساد کې د حکومت لوړپوړي چارواکي، یوشمېر سیمه ییز مسوولین، په ولایتي شورا او پارلمان کې ځيني استازي، ځیني امنیه قوماندانان، غیر مسوول سیاستوال او د سیمې مشران دخیل دي.

هغه ټینګار کوي چې د هرات په ګمرک کې فساد دومره پېچلی دی چې سیمه ییزه اداره په یوازې ډول نه شي کولای د ګمرک د مافیا لاس لنډ کړي.

هغه زیاته کړه، له ښار څخه د اسلام کلا مرز ته د ګمرک په انتقال سره د مافیا لاس اوږد شوی، تر هغه چې راپورونه ښيي، له ښاره اسلام کلا ته د ګمرک له انتقال سره د ګمرک عواید د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه راټیټ شوي دي.

نومووړي زیاته کړ، د هرات د ګمرک لاسته راوړنه لوړه ده چې کولای شي د دې مافیا ټولې اړتیاوې پوره کړي.

دغه مدني فعال ټینګار کوي چې د هرات د اسلام کلا ګمرک مافیا او په حکومت کې یې ملاتړي دومره قوي دي چې له پنځو کلونو راهیسې د یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو پر هڅو سربېره، عدالت غوښتنې تراوسه حکومت نه دی توانېدلی چې ګمرکي سکنرونه فعال کړي.

د هرات یوشمېر اوسېدونکي هم د دغه ولایت په کمرګ کې پراخ فساد د اندېښنې وړ بولي او له حکومته غواړيچې په یوه بنسټیز پروګرام سره له دغه ګمرک څخه د فاسدینو لاسونه لنډ کړي.

د هرات یوه اوسېدونکي فقیر احمد پژواک ته وویل:«له بده مرغه چې له هر چا نه پوښتنه وکړې پوهېږي چې په ګمرک کې څه فساد دی او که دولت وکولای شي د فساد مخه ونیسي، زه ډاډه یم چې د بهرنیو هېوادونو مرستو ته به اړتیا ونه لرو.»

د هرات یوه بل اوسېدونکي قدیرشاه د اسلام کلا ګمرک د فساد په اړه وویل:«ګمرک یعنې فساد، ګمرک یعنی د پیسو خای، هغه پیسې چې په ګمرک کې فساد پرې کېږي، د نړۍ په هېڅ ځای کې نه کېږي.»

د هرات سیمه ییزه اداره: په ګمرک کې بنسټیز اصلات راتلونکي دي او د فاسدانو لاس لنډېږي

د هرات والي سید وحید قتالي له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د اسلام کلا په ګمرک کې د فساد مخنیوي او شفافیت راوستلو په اړه د ولسمشر غني له سپارښتنې وروسته په یوه شپه کې د غیر قانوني مالونوپر ۶۴ موټرو درولو سربېره یې د هرات دوه سیمه ییز چارواکي یې له یوه غیر دولتي کس سره نیولي دي.

د هرات د والي په خبره، د یاد ولایت دغه دوه سیمه ییز چارواکي داسې کسان دي چې د فساد پروړاندې مبارزه کې یې کار کړی وای، خو دواړه په داسې وخت کې نیول شوي چې د غلا له توکو یې ساتنه کوله، د شپې په یوه بجه له یوه کمېشنکار سره نیول شوي دي.

نوموړي وویل چې دغه دوه سیمه ییز چارواکي له کمېشنکار سره د دوی جعلي اسنادو او مدارکو او له ګمرکي محصول څخه د تېښتې له یوشمېر نورو اسنادو سره مسوولو ادارو ته سپارل شوي دي.

هغه وښوده چې چې په ګمرک کې یې د پراخ فساد مفصل راپور ولسمشر غني ته استولی او ولسمشر هم مالیې وزارت ته لارښوونه کړې څو ژر تر ژره دې ستونزو ته رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تازه د دغه ولایت د ګمرک د رییس په ګډون د مالیې وزارت ۶۸ چارواکي ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

هغه خلکو ته ډاډ ورکوي، حکومت هڅه کوي چې لومړی له ګمرک څخه د وسله والې مافیا او وروسته به د دغه ولایت د ګمرک د مسوولینو او مامورینو لاس لنډ کړي.

نوموړی له مالیې وزارته غواړي چې هرڅو ژر د اسلام کلا له ګمرکه د عوایدو د حیف او میل په اړه د هرات ولایت د سیمه ییزې ادارې اندېښنې جدي ونیسي او اقدام وکړي.

هغه دغه راز وایي، ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې حکومت د ۲۰ ميلیونه ډالرو په ارزښت د اسلام کلا د ګمرک کمپلکس جوړ کړي او د هغه په جوړېدو سره به په ترتیب سره د مالیاتي تېښتې کچه ټیټه شي.

په همدې حال کې د هرات د استيناف څارنوالۍ رییس عبدالحق احمدي ټینګار کوي چې په عواید لرونکو ادارو کې د فساد د دوسیو څېړنه او ورته رسېدنه په جدي ډول روانه ده.

هغه زیاته کړه چې له تېر کال څخه تراوسه د فساد ۴۰ قضیې د هرات په څارنوالۍ کې ثبت شوې دي چې لس قضیې یې د ګمرکونو اړوند دي.

نوموړي پژواک ته وویل:«له تېر کال نه تراوسه له ګمرک څخه د فساد لس قضیې موږ ته رارسېدلې او موږ په جدي ډول په هغه کار کوو.»

هغه ښکاره کړه چې هر هغه دوسیه چې څېړنه یې د څارنوالۍ د ادارې صلاحیت وي، په جدي ډول به یې څېړي.

بلخوا د هرات د ګمرک رییس هم له مالیاتي ګمرکي محصوله تېښته تاییدوي

په همدې حال کې د هرات د ګمرک رییس حمدالله همدرد له پژواک سره په خبرو کې د مافیا شتون او د ګمرکي محصول پر وخت د جنس بدلون تایید کړ او ویې ویل چې د اسلام کلا به ګمرک کې د سکنر ماشین د نه شتون له امله کمېشنکار او سوداګر لوړ بیه جنسونه په کم ګمرکي محصول لرونکو اجناسو بدلوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې په رښتنولۍ یې په ګمرک کې کار کړی او له همدې امله په څو وروستیو میاشتو کې د هرات د ګمرک عواید لوړ شوي دي.

هغه وویل:«موږ د هغو اسنتیاوو پر اساس چې په لاس کې يې لرو، خپلې ټولې هڅې په پوره رښتینولۍ ترسره کوو او ومو نه شو کولای چې د قانون پر اساس ګمرکي عواید لوړ کړو، همدا لامل دی چې له یوې ورځې بلې ته زموږ پر وړاندې ګواښونه ډېر شوي، لاره ناامنه شوې، مافیایي ډلې ډېرې قوي دي او موږ دومره قوي نه یو لکه څومره چې مافیا قوي ده، د مافیا لاس لنډولو لپاره باید امنیتي بنسټونه یوبل ته لاس ورکړي.»

همدرد ټینګار وکړ چې باید د هېواد په ټولو ګمرکونو کې سکنر ماشین موجود وي څو له ګمرکي محصوله د تېښتې مخه ونیول شي.

هغه ښکاره کړه چې په دې وروستیو کې د مالیې وزارت د هرات اسلام کلا ګمرک لپاره د سکنر ماشین پېرلی دی چې د هغه په لګولو سره به له ګمرکي محصوله د تېښتې او د محصول پر وخت د جنس له بدلېدو څخه مخه ونیول شي.

د یادونې، د هرات د اسلام کلا پر ګمرک سربېره د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم دا ډول وضعیت روان دی او خلک له حکومتي مسوولینو غواړي چې هرڅو ژر د مفسدینونو مخه ونیسي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.