جلال اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹) : ځايي چارواکي وایي چې د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو د ځوابي بريد پر مهال ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د چنګاښ په ۱۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې خوږياڼو ولسوالۍ زاوې په سيمه کې تېره ورځ وسله والو طالبان د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد کړی، چې د ځوابي بريد پر مهال ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بلخوا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې, په دې ځوابي بريد کې د وسله والو طالبانو د سرګروپ سنګر مل په ګډون د دوی د ډلې شل تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، همدا راز د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او وسايط هم تخريب شوي دي.
بلخوا د خوست ولایت امنیه قومانداني وایي ، تېره ورځ وسله والو طالبانو د خوست ولایت د موسي خېلو ولسوالۍ اړوند د سفري په سیمه کې د ملي امنيتي ځواکونو پر بیز برید وکړ.
سرچینې زیاته کړې چې په ځوابي برید کې ۳ طالبان ووژل شول او شپږ نور یې ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن