ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​افغانستان کې تېر  ٢٤ ساعته ٢١٠ کسان پر کرونا اخته او ١٧ نور ترې مړه شوي

​افغانستان کې تېر ٢٤ ساعته ٢١٠ کسان پر کرونا اخته او ١٧ نور ترې مړه شوي

author avatar
8 Jul 2020 - 13:03
​افغانستان کې تېر  ٢٤ ساعته ٢١٠ کسان پر کرونا اخته او ١٧ نور ترې مړه شوي
author avatar
8 Jul 2020 - 13:03

کابل (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٩٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۵۹۴ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د چنګاښ په ١٨مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٩١ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢١٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۵۹۴ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٤١ په کابل، ١٤ په تخار، ١٢ په پکتيا، لس په بلخ، نهه په کندوز، اووه په بدخشان، څلور په کندهار، درې په نيمروز، دوه-دوه په بغلان، لوګر او پروان او يو-يو هم په ننګرهار، پنجشېر، کاپيسا او کونړ ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٤٩ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو شمېر ۲۰۷۰۰ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٧ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې امله د ټولو مړه شوو شمېر ٩٣٧ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښونې عملي کړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.