د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سولې ولسي حرکت غړو او پلویانو یې د اوربند د ټینګښت په موخه لاریونونه پیل کړل

د سولې ولسي حرکت غړو او پلویانو یې د اوربند د ټینګښت په موخه لاریونونه پیل کړل

Jul 08, 2020 - 17:40

کابل  (پژواک ۱۸ چنګاښ۹۹):  د سولې ولسي حرکت غړو او سلګونو پلویانو یې په شلو ولایتونو کې د سولې په خبرو کې ولس ته د منځګړیتوب حق ورکولو او اوربند لپاره لاریونونه پیل کړل.

ددغه حرکت مشر اقبال خیبر د چنګاښ په ۱۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې نن په ننګرهار، ارزوګان، زابل، بلخ، پروان، کابل او ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې لاریونونه ترسره شول.

هغه زیاته کړه چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې به سبا لاریونونه او خبري غونډې ترسره شي.

په جلال اباد کې لاریون کوونکو د سولې په خبرو کې ولس ته د منځګړتوب او د نظر ورکولو د حق غوښتنه وکړه او پر طالبانو يې غږ وکړ چې نور له جګړو لاس واخلي.

دوی وويل، بهرني هېوادونه افغانستان کې د سولې راتلو نيت نه لري نو بايد د بهرنيانو پرځای د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو منځګړتوب ولس ته ورکړل شي.

د لاریون کوونکو یوتن ګډونوال ډاکټر غريب الرحمن وويل، د افغان سولې رهبري او هڅې اوس بهرنيانو روانې کړي چې دوی بايد بين الافغاني خبرو اترو ته زمينه برابره کړي.

نوموړی په دې باور دی، که افغانان خپلو منځو کې سره جرګه شي نو خامخا به د سولې په يو ميکانيزم سلا او هېواد کې به سوله تامين شي.

يو بل لاریون کوونکي او قومي مشر پاينده محمد وويل، جګړه يوازې افغانانو ته زيان رسوي، ځکه که ړنګېږي د افغان کور او ښار ړنګېږي او که وژل کېږي هم افغان دی هغه که طالب دی، حکومتي سرتېری او يا که عام خلک دي ټول زيان افغانانو ته رسېږي.

د عبدالرسول په نامه یو تن لاریون کوونکي وویل، افغانانو ته سوله بهرنيان نه شي راوستلی او نه يې هم نيت لري، نو بايد افغان حکومت او طالبان ولس ته د منځګړتوب حق ورکړي.

دوی يو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې پر طالبانو او افغان حکومت د جګړې د درېدو، بين افغاني خبرو اترو ته د زمينې برابرولو او ولس ته د سولې په خبرو کې د ونډې ورکولو غوښتنې شوې وې.

بلخ ولایت کې هم يو شمېر مدني فعالانو او د سولې ولسي حرکت غړو د جګړې پر ضد او سولې په ملاتړ اعتراضي حرکت وکړ.

دوی چې د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو، د جګړې له ښکېلو خواوو يې د بين الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوله.

د پروګرام يوې ګډونوالې فرزانه رحيمي پژواک ته وويل، چې طالبان بايد نور له تاوتريخوالي لاس واخلي او د جګړې پای ته رسېدو سره مرسته وکړي. هغې زياته کړه، چې د افغانستان د جګړې دوام لپاره هېڅ ډول دليل نشته او يواځې په کې بېوزله افغانان قرباني کېږي.

د ياد پروګرام يوه سمبالوونکي نجيب پيکان پژواک ته وويل، چې دوی وغوښتل د هېواد د نورو ولايتونو په څېر له بلخ څخه هم د سولې په ملاتړ غږ پورته شي.

هغه زياته کړه، چې خلک نور له جګړو ستړي دي او د جنګ ښکېل اړخونه بايد دغه موضوع درک کړي. د پيکان په خبره هېڅ لوری هم نه شي کولای چې د جنګ له لارې خپلو موخو ته ورسېږي.

د يادونې ده چې د بلخ په ګډون نن د هېواد په ۲۰ ولايتونو کې د سولې په ملاتړ او د جګړې پر ضد اعتراضي حرکتونه ترسره شوي دي.

اروزګان کې هم د سولي ولسي حرکت غړو د جګړې درېدو غوښتنه وکړه. دوی د یوې خبري ناسي پرمهال وویل، د سولي خبرو او بین الافغاني مذاکراتو د بریالي کېدو لپاره دې تاوتریخوالی ودرول شي.

ددوی په وینا، ښکیلې  خواوي دې د بندیانو ازادېدو مخکنی شرط عملي کړي، ترڅو د سولي خبرو پیل ته لاره هواره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan