ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښاروالي: د کابل ښار ۸۰ سلنه لوړپوړې ودانۍ بې پلانه او د زورواکو په ملاتړ جوړې شوې دي

د کابل ښاروالي: د کابل ښار ۸۰ سلنه لوړپوړې ودانۍ بې پلانه او د زورواکو په ملاتړ جوړې شوې دي

author avatar
8 Jul 2020 - 17:04
د کابل ښاروالي: د کابل ښار ۸۰ سلنه لوړپوړې ودانۍ بې پلانه او د زورواکو په ملاتړ جوړې شوې دي
author avatar
8 Jul 2020 - 17:04

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړي د کابل ښاروالي پر فساد تورنوي، خو داوود سلطانزوی وایي چې په دې اداره کې یې د فساد د له منځه وړو لپاره پروګرام تر لاس لاندې نیولی دی.

ولسي جرګې نن د کابل والي داوود سلطانزوی ور غوښتی و څو د فساد شتون، خپلسرو جوړې شوې لوړپوړو ودانیو، اړمنو ته د وچې ډوډۍ د وېش په بهیر کې د نه شفافیت او نورو مسایلو په اړه د خلکو استازو ته ځواب ووایي.

د جرګې یو شمېر غړو په کابل ښار کې د ځینو دولتي او شخصي ځمکو د عصب او پر خپلسر د لوړپوړو ودانیو د جوړولو له امله شکایت وکړ او ویې ویل چې د کابل په ښاروالۍ کې سیستماتیک فساد او جعلي اسناد موجود دي.

محمد داوود سلطان زوی وویل، نه یوازې د کابل په ښاروالۍ، بلکې په ټولو ادارو کې فساد شته خو د کابل ښاروالۍ تازه رهبرۍ داسې پروګرام په پام کې لري څو د سیستماتیک فساد مخه ونیسي.

هغه په دې اړه ډېر جزئیات وړاندې نه کړل خو ویې ویل چې دغه پروګرام په مستقیم ډول د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ سره په مرسته پرمځ وړي.

هغه وویل: «له خپلسرو او غیر قانوني لوړپوړو ودانیو سره چلند د کابل ښاروالۍ له توانه لوړ دی، موږ په دې اړه له ټولو دولتي بنسټونو د مرستې غوښتنه کوو څو د هغږ مخه ونیسو، ډېری لوړپوړې ودانۍ د زورواکو له خوا جوړې شوې او یا یې ملاتړ شوی دی.»

د هغه په خبره، اوس مهال چې په کابل ښار کې لوړ پوړه ودانۍ جوړې شوې، له ۷۰ تر ۸۰ سلنه یې غیر پلاني دي او د دغه ستونزې حل ډېر وخت ته اړتیا لري.

د سلطانزوی په خبره، له درېیو میاشتو راهیسې چې د کابل د ښاروال په توګه ټاکل شوی، د هېڅ ښارګوټي او لوړپوړې ودانۍ د جوړېدو امر یې نه دی ورکړی او تر هغه وخته چې ښارګوټی او کومه لوړپوړې ودانۍ خپل اسناد طی مراحل نه کړي او د پلان مطابق نه وي، د جوړېدو اجازه نه ورکوي.

هغه اړمنو کسانو ته د وچې ډوډي د وېش په اړه چې د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره د لګېدلو بندیزونو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ وو، وویل: «څلوېښت ورځې مې د نانوای په توګه کار وکړ، ان د شپې له خوا مې ډوډۍ په خوب لیدلې، په څلوېښتو ورځو کې چې دغه بهیر دوام درلود، د ۳۱۷ زره کورنیو لپاره وچه ډوډۍ ووېشل شوه.»

هغه وایي چې په ټوله کې ۱۱۷ ميلیونه ډوډۍ وېشل شوې چې یو اعشاریه پنځه ميلیونه افغانۍ بیه یې درلوده او هغه ارقام چې په ټولنیزو شبکو کې خپرېږي، له حقیقته لري دي.

هغه زیاته کړه: «د غویي له ۱۰مې د چنګاښ تر ۱۸مې د کابل ښار شاوخوا ۶۰ سلنه اوسېدونکو ته وچه ډوډۍ وېشل شوې ده.»

هغه وایي چې د مستحقینو نوملړ د ګذر وکیلانو او ټولنیزو شوراګانو له خوا تیار شوی او د کابل ښاروالۍ د هغه په تیاري کې هېڅ رول نه درلود.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.