د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وکیلان: له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې ډېری مرستې حیف او میل شوې دي

وکیلان: له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې ډېری مرستې حیف او میل شوې دي

Jul 08, 2020 - 17:02

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي د عامې روغتیا وزارت له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې اسناد نه وړاندې کوي او په دې برخه کې ډېری پیسې حیف او میل شوې دي.

د کندهار د خلکو استازي سید احمد سېلاب د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د ولسي جرګې د غړو له پرله پسې غوښتنو سره سره د عامې روغتیا وزارت نه دی حاضر شوی چې د کرونا له ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې شوې بودجې اسناد د وکیلانو په واک کې ورکړي.

هغه وایي، د دوی د معلوماتو پر اساس، له کرونا سره د مبارزې په برخه کې ډېره بودجه په عامې روغتیا وزارت کې حیف او میل شوې ده او په دې اړه د دې ادارې مسوولین ځواب ویلو ته نه حاضرېږي.

د نوموړي په خبره، نه یوازې دا چې د ځانګړې شوې بودجې په برخه کې فساد شوی، بلکې روغتیایي مرکزونو ته د درملو په ورکولو او پېرلو کې یې هم فساد شوی چې باید په جدي ډول وڅېړل شي.

په یاده جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاهپور حسین زوی وویل: «په عامه روغتیا وزارت کې فساد اوج ته رسېدلی، ۵۰ ورځې کېږي چې د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش کمېسیون د اسنادو غوښتنه کوي، تر اوسه اسناد د کمېسیون او وکیلانو په واک کې نه دي ورکړ شوي.

هغه وایي چې په یاده موده کې یې پنځه ځله د تفتیش د کمېسیون جلسه دایره کړې څو د عامې روغتیا وزارت اجراات وڅېړي خو په پنځو ناستو کې د عامې روغتیا وزارت مسوولین ځواب ویلو ته نه دي حاضر شوي.

حسین زوی هم وویل، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړې شوې ډېره بودجه حیف او میل شوې او باید د دغه وزارت مسوولین د ولسي جرګې تالار ته را وغوښتل شي څو د وکیلانو پوښتنو ته ځواب ووایي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم د عامې روغتیا وزارت له خوا د کرونا ویروس د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې د حیف او میل په اړه خبرې وکړې چې د دې جرکې د رییسانو کمېټه به د یاد وزارت په اړه پرېکړه وکړي.

هغه دغه راز د دې جرګې روغتیایي کمېسیون ته دنده وسپارله څو له عامې روغتیا وزارت نه ټول اسناد وغواړي او له څېړنې وروسته یې راپور له جرګې سره شریک کړي.

د یادونې ده، په نړۍ او افغانستان کې د کرونا ویروس له خيرېدو سره یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له افغان دولت سره مرستې وکړې څو له دغه ویروس سره مبارزه وکړي.

د راپورونو پر اساس، شاوخوا ۹۰۰ ميلیونه امریکايي ډالر له افغانستان سره مرسته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په افغانستان کې ۳۳۵۹۴ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې ۹۳۷ یې مړه او ۲۰۷۰۰ بېرته رغېدلي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan