د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د چمن- سپین بولدک لارې د خلاصون په موخه لاریونونه وشول

په کندهار کې د چمن- سپین بولدک لارې د خلاصون په موخه لاریونونه وشول

Jul 08, 2020 - 16:43

کندهار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): په کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کې زرګونو خلکو د چمن- سپین بولدک لارې د تړل کېدو په غبرګون کې لاریونونه وکړل او د افغانستان او پاکستان له حکومتونو یې د دغې لارې د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه.

دغه لاریونونه د ولس غږملي او سیاسي بهیر له خوا تنظیم شوي وو چې په کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کې هم مهاله تر سره شول.

سلګونو لاریون کوونکو چې "د چمن- سپين بولدک لاره دې خلاصه شي"، "حکومتونه دې خلک د خپلو سیاستونو نه قرباني کوي"، "د چمن- سپین بولدک پر لارې په پاسپورټ او وېزه تګ راتګ نه منو" او ورته نور شعارونه ورکول د پاکستان تر کونسلګرۍ پلی تګ وکړ.

لاریون کوونکو د ډیورنډفرضي کرښې په هغې غاړه چمن ښارګوټي کې د لارې د خلاصون په موخه د پيل شوي پرلت ملاتړ هم اعلان کړ چې له تېرو ۳۴ ورځو راهیسې د سیمې د اوسېدونکو او مخورو له خوا پیل شوی دی.

د ولس غږ ملي حرکت غړي نیاز محمد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستان په ناقانونه توګه له تېرو څو میاشتو راهیسې د چمن- سپين بولدک لار تړلې او د نوو محدودیتونو د وضع کولو هڅه کوي چې د دواړو غاړو د اوسېدونکو پر ژوند یې بد اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړه، پاکستان هڅه کوي خلک اړ کړي څو پر دې لاره په پاسپورټ او وېزه تګ راتګ وکړي، په داسې حال کې چې مخکې تګ راتګ د پاکستاني شناختي کارټ او افغان تذکرې له مخې وو.

دی وايي، خلکو ته دغه څه د منلو نه دي، ځکه دواړو غاړو ته یې ولس اوسېږي او د ژوند ټولې چارې یې شریکې دي.

د لاریون یوه برخه وال حاجي اختر محمد وویل، پاکستان له تېرو څلورو میاشتو راهیسې دغه لاره د ناروغانو، سوداګرو، کروندګرو، باغ لرونکو او ټولو عامو خلکو پر مخ تړلې ده او د هغوی معیشیت ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د ده په خبره، که پاکستان لار نه پرانیزي نو دوی به پر حکومت فشار راوړي څو د دغه هېواد سفارت او کونسلګرۍ وتړي.

ها خوا په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم زرګونو عامو خلکو او مخورو د لارې د خلاصون په موخه احتجاجي غونډه او لاریون وکړ.

ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پنځو ولسوالیو د قومي شوراګانو مشر محمد داود افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د لارې د خلاصون په موخه یې دا درېیم لاریون دی چې کوي یې خو لا هم پاکستاني لوري د خلکو پر مخ لار تړلې ده.

هغه زیاته کړه، که دغه لار د خلکو پر مخ خلاصه نه شي نو د سوداګرۍ پر مخ به یې هم وتړي او پرلت به پیل کړي.

دی وايي، د پاکستان له خوا لګولو شوو وروستیو بندیزونو او محدودیتونو نه یوازې پر دې لار د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی، بلکې دواړو غاړو ته د پرتو سلګونو زرو قبایلي اوسېدونکي ژوند او کاروبار اغېزمن کړی دی.

هغه زیاته کړه، پاکستان په دې وروستیو کې د لارې د بندېدو تر څنګ نوی محدودیت وضع کړی چې خلک دې پر دې لار په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ وکړي.

نوموړي وویل، دواړو غاړو ته پراته قبایل له تېرو لسګونو کلونو راهیسې له یوه او بل سره دوستۍ او کاروباري اړیکې لري او تل یې له پاسپورټ او وېزې پرته تګ راتګ کړی چې دا د دغو خلکو قانوني حق دی، ځکه نو د پاکستان دا پرېکړه ناسمه ده.

 

نوموړی غوښتنه کوي چې د سپین بولدک- چمن لار دې د پخوا په څېر پرانیستل شي او وضع شوي محدودیتونه او بندیزونه دې لرې شي.

د نقیب الله په نوم د سپین بولدک یوه اوسېدونکي او د لاریون برخه وال پژواک ته وویل: ((موږ پښتانه له تېرو لسګونو کلونو راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته ژوند کوو چې د پاکستان له خوا د لارې د بندېدو او نورو بندیزونو له امله له سختو ستونزو سره مخ یوو.))

دی هم وايي چې دغو بندیزونو د سلګونو زرو کسانو ژوند له غربت او بې روزګارۍ سره مخ کړی دی.

نوموړی د سیمې پر مشرانو او حکومت غږ کوي چې د دوی د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

د یادونې ده چې پاکستان شاوخوا ۴ میاشتې مخکې د چمن- سپین بولدک لار د کرونا د مخنیوي په بهانه وتړله چې تر ډېره د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې وه، وروسته یې په لومړي ګام کې د وارداتو او بیا صادارتو پر مخ پرانیسته خو د خلکو پر مخ یې لا هم تړلې ده.

د سپین بولدک- چمن لار د هېواد په سوېل کې تر ټولو لویه ټرانزیټي لار ده چې هره ورځ د زرګونو لاریو صادراتو او وارداتو تر څنګ پر دې لار شاوخوا ۲۰ زره کسان تګ راتګ کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan