کابل(پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): د کابل ښار يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د جمهوريت په ګولايي کې د پوليسو پر رينجر موټر نن سهار د ماين چادونه شوې ده.
د پېښې عيني شاهدان وايي چې په چاودنه کې يو کس ټپي شوی خو هويت لا څرګند نه دی.
امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پېښې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن