غزني ښار (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٩): د غزني د ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو دوو نورو ساتوونکو سره د ماين په چاودنه کې و وژل شو.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په ده يک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي، د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان غوښتل چې د جګړې سيمې ته ورشي، خو د لارې په اوږدو کې يې موټر د سړک پر غاړه پر ځاى پر ځاى شوي ماين برابر شوى دى.
دى زياتوي چې په دغه پېښه کې د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن حبيب الله له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.
د جمعه زاده د معلوماتو له مخې، په ياده جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې جګړه سهار وختي پيل شوې وه او تر اتو بجو يې دوام درلود.
دى زياتوي:((جګړه ډېره درنه وه، کېداى شي چې د پوليسو د تلفاتو شمېره لوړه وي.))
بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د ده يک ولسوالۍ پر امنيه قوماندان د ماين چاودنه کړې چې په ترڅ کې يې قوماندان حبيب الله له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوى دى.
د يادونې ده چې د روان کال له پيله دا په غزني کې د ولسوالۍ څلورم امنيه قوماندان دى چې وژل کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن