ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي چارواکي: غزني او پکتيکا کې ٢٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواکي: غزني او پکتيکا کې ٢٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
9 Jul 2020 - 12:09
امنيتي چارواکي: غزني او پکتيکا کې ٢٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
9 Jul 2020 - 12:09

غزني-ښرنه (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٩): د ٢٠٣ تندر قول اردو مسوولين په غزني او پکتيکا ولايتونو کې د ١٢ طالبانو د وژل کېدو او د يو شمېر نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان مومند د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د غزني ولايت د مرکز اړوند په دشت ګيوان او منګور سيمو کې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

دى وايي چې په دغه جګړه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

مومند زياتوي چې د يادې جګړې پرمهال د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز د غزني ښار منګور سيمې اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې پرون له غرمې وروسته د دوى په سيمه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې له درنو وسلو کار اخيستل شوى او امکان لري چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

همدارنګه ايمل خان مومند دا هم وويل چې تېره شپه د پکتيکا د زيړوک ولسوالۍ په سره ميدان سيمه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

ده وويل چې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يوځل بيا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.