ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنیزې قرضې لپاره ۷۰۰ میلیونه افغانۍ منظورې شوې

د کرنیزې قرضې لپاره ۷۰۰ میلیونه افغانۍ منظورې شوې

author avatar
9 Jul 2020 - 16:45
د کرنیزې قرضې لپاره ۷۰۰ میلیونه افغانۍ منظورې شوې
author avatar
9 Jul 2020 - 16:45

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹): د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د کرنې پراختیا صندوق عالي شورا د کرنیزې قرضې لپاره تر ۷۰۰ میلیونه ډېرې افغانۍ منظورې کړې دي.

د یاد وزارت له خوا د چنګاښ په ۱۹مه پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې پراختیا صندوق د عالي شورا په غونډه کې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وزیر نصیراحمد درانی په مشری په لاره اچول شوې وه، د سلګونه میلیونه افغانیو پورونو ورکړه منظور شوه.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د کرنې د پراختیا صندوق تخنیکي ټېم، د شورا غړو ته د پور درې غوښتنې معرفي کړې او د شورا غړو ته یې د پور غوښتونکو د فعالیتونو په هکله بشپړ معلومات ور کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې د پراختیا صندوق عالي شورا له وړاندې شوو معلوماتو او د شورا د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو له ورکولو وروسته د ۷۰۵.۵ میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړه.

د کرنې وزارت وایي چې یاد مبلغ به په درېیو برخو کې په پور ورکول کېږي؛ یوه برخه یې یوې مالي موسسې ته ورکول کېږي چې میعاد یې پنځه کاله دی، له دغو پیسو هر کال د هېواد په اتو ولایتونو کې څه باندې څلور زره بزګران په مستقیمه توګه برخمن کېږي.

د سرچینې په وینا، دویمه برخه یې د وچې مېوې یو ستر صادروونکی ته ورکول کېږي. دغه صادروونکی د هېواد له بېلابېلو سیمو د وچې مېوې په پېرلو کې له دغو پیسو څخه ګټه پورته کوي چې ۲۰ بزګران به ورڅخه برخمن کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پور درېیمه برخه یوې مالي موسسې ته ورکول کېږي؛ دغه موسسه خپل ترلاسه شوی پور په هېواد کې دوه زره بزګرانو ته د وړو پورونو د ورکړې په موخه ځانګړی کړی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول د دغه صندوق عمده دندې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، یاد صندوق د خپل تاسیس له پیله تر دې دمه ۱۱.۳ میلیارده افغانۍ پور منظور او کرنیزو سوداګرو، کوپراتیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواوو ساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچو او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.۷ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي.

له دغو چوپړونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۵۳ زره او ۳۰۲ بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.