ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رباني: ځينې سیاسي څېرې غواړي د سولې پروسه د یوې وسیلې په توګه وکاروي

رباني: ځينې سیاسي څېرې غواړي د سولې پروسه د یوې وسیلې په توګه وکاروي

author avatar
9 Jul 2020 - 18:04
رباني: ځينې سیاسي څېرې غواړي د سولې پروسه د یوې وسیلې په توګه وکاروي
author avatar
9 Jul 2020 - 18:04

کابل(پژواک،۱۹چنګاښ ۹۹): د اسلامي جمعیت ګوند رییس صلاح الدین رباني دې ته په اشاره چې ځینی کساندی د سولې مخالف بللی، وویل:"هغوی چې موږ د سولې مخالف بولي، له سولې سره لوبې کوي."

تېره اوونۍ د جمعیت ګوند اجرائیوي رییس عطامحمد نور او د دغه ګوند د رهبرۍ شاوخوا ۴۷ غړو په یوه ناسته کې صلاح الدین رباني د دغه ګوند له ریاسته ګوښه کړاو عنایت الله شاداب یې د دغه ګوند د سرپرست په توګه وټاکه چې یاد ګوند د یوشمېر نورو غړو له نیوکو سره مخ شو او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند د دغه ګوند د اجرائیوي رییس دغه کار توطیه وبلله او د جلسې د یوشمېر نورو ګډونکوونکو غړیتوب یې هم وځنډاوه.

د رباني له خوا د عطامحمد نور د غړیتوب له ځنډ وروسته عطامحمد نور له یوشمېر رسنیو سره په مرکو کې ویلي چې رباني د سولې مخالف دی.

خو رباني په هغو مراسمو کې چې نن د افغانستان د علماوو شورا د پخواني رییس مولوي قیام الدین کشاف د یاد په موخه په کابل کې نیول شوي وو، بې له دې چې د چا نوم واخلي وویل:«ځینو د خپلو معاملو پټولو لپاره غږونه پورته کړي چې چې ګواکې زه د سولې مخالف یم، د ځینو ستونزه دا ده چې د سولې له بهیره سیاسي او ناوړه استفاده کوي، خو ما هېڅ وخت دغه کار نه دی ترسره کړی.»

هغه د جمعیت د یوشمېر غړودریځ ته په اشاره وویل:«قدرت ته رسېدل د جمعیت اصلي موخه ده، خو د څو وزارتونو او سفارتونو په موخه د بل چا په قدرت کې د ځینو شریکېدل غیرقانوني موخه ده.»

هغه زیاته کړه:«موږ د سولې لپاره وینه ورکړې، هغه چې موږ ته د سولې مخالف وایي، له سولې سره بازي کوي، ان حاضر نه دي چې د سولې لپاره مقام او چوکۍ له لاسه ورکړي.»

خو د رباني په خبره، هغه نه غواړي نور د سولې ترنامه لاندې په هېواد کې جنګ اوږد شي.

هغه زیاته کړه:«زما ټینګار د دې په خاطر دی چې سوله د جنګ پای شي نه موقت اوربند، موږ دایمي سوله غواړو او هره ورځ مو ټینګار هم پر دایمي سوله دی.»

نوموړي پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وویل، درې اوونۍ وړاندې کله چې د جمعیت نوی دفتر پرانیستل شو، جمعیت د سولې په اړه خپله موضوع له ملت سره شریکه کړه  او د سولې د نقشې مشخصولو غوښتنه یې وکړه، خو ځیني د توطیو په جوړېدو شول او یوشمېر نور د هغوی په دامونو کې ولوېدل او په توطیه کې شریک شول.

رباني وویل:«اوس مهال هغه پېښو ته په کتو چې رامنځته شوې دي، د جمعیت اسلامي کنګره جوړول فرض دي. کمېټه ګومارل شوې څو د ټولنېد جوړېدو لپاره طرحه برابره کړي.

هغه د دغه ګوند غړو ته په اشارې وویل:«که په سمه لار لاړم، ملاتړ مې وکړئ او که په ناسمه لار لاړم اصلاح مې کړئ.»

صلاح الدین رباني مولوي کشاف د هېواد یو جید عالم وباله او زیاته یې کړه چې په هېواد کې د سولې تامین ټینګښت د کشاف له ارمانونو څخه و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.